افغانستان

طالبانو له ملکي تلفاتو د جګړې د وسیلې په توګه استفاده ستر جنایت ګڼلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۴مه، ۱۳۹۴ل): په داسې حال چې په دې وروستیو کې د هېواد پلازمېنه د ځينو داسې پېښو شاهده وه، چې ګڼ ملکي تلفات يې تر شا پرېښودل، وسله والو طالبانو پخپله اوونیزه تبصره کې ملکي تلفات جنایت بللی دی.

طالبانو د خپلې تبصرې په پیل کې په هېواد کې روانه جګړه «تحمیلي جګړه» بللې ده خو په دې جګړه کې يې ملکي تلفات نه بښوونکي جنایات او دا تلفات د جګړییزې وسیلې په توګه کارکول تر ټولو ستر جنایت بللی دی.

دوی په تبصره کې د هېواد په ختیځو سیمو کې داعش ته منسوبي ډلګۍ له لوري د کورونو سوځول، په شمال کې د مشهور جنګسالار عبدالرشید دوستم له لوري د کورونو لوټ او سوځول او په پلازمېنه کابل کې وروستۍ خونړۍ چاودنې د استخباراتي کړیو ګرم بازار ګڼي او وايي چې د داسې پېښې تر شا د پټو او ښکاره دسیسو او معاملاتو لپآره هیئتونه، تړونونه او لاسلیکونه تبادله کېږي.

«په ختیځو سیمو کې د داعش په نوم وسلوال ولسي خلک وژني او کورونه یې سوځول کیږي، په شمال کې دوستمي ملیشو چور او قتل عام پیل کړی دی، او څو ځلې یې د خلکو کورونه سوځولي، او په ځینو سیمو کې د مجاهدینو پاکو جسدونو ته د ټولو ارزښتونو او قوانینو خلاف اور اچول کېږي، د هیواد پلازمېنه کابل په وینو رنګ ده، زمونږ د مظلوم ولس نه سر په امن کې دی او نه مال، د نا معلوم ادرس نه او د نا معلوم هدف لپاره د وینو ویالي بهیږي، د کابل د ګډي اداري، د سمییزو او نړیوالو استخباراتي کړیو سوداګریز بازار ګرم دی، د خونړیو پیښو ترشا د پټو او ښکاره دسائسو او معاملاتو په موخه هیئتونه، تړونونه او لاسلیکونه تبادله کیږي.»

د تبصرې له مخې په هېواد کې له نامعلوم ادرسه د نامعلوم هدف لپاره د وینو ویالې ځکه بهول کېږي، چې اشغالګر خپله ناکامي پردې پټوي چې د هېواد حالات نويیمو کلونو ته ټېله کړي.

د دوی په قول ګډ حکومت چې دوی يې د «کابل اداره» بولي د اوسنيو حالاتو په وړاندې بې وسه او په وینا سیمه ییز لوبغاړي د ماهیانو په تمه اوبه خړوي او «د غمونو په څپو کې راګیر ولس یوازي او یوازي خپل خالق الله جل جلاله ته اواز کوي او د خپل رب الله عز وجل نه د نجات غوښتنه کوي.»

په تبصره کې د اسلامي احکامو په رڼا کې د مسلمان د وينې پر ارزښت خبرې شوي او په جهاد کې د مسلمان د وينې د مخنیوي فضایل بیان شوي دي.

د تبصرې په پای کې د خلکو د سر ، مال او ناموس ساتنه طالبانو خپل یو مهم هدف بللی او په وينا يې تر هر چا وړاندې ځان مکلف ګڼي چې د ولس ساتنه وکړي او د پرمختګ لپاره يې ګامونه يې واخلي.

د تبصرې له مخې طالبان «تل خپلو سپیڅلو مجاهدینو ته توصیه کوي چې د مجاهدینو د بدنامولو په موخه د دښمن ټولي هڅي شنډي کړي، د ملکي تلفاتو مخنیوي ته جدي توجه وکړي، د ولسي مالونو، ملي شتمنیو او د عام المنفعه تاسیساتو د تخریب مخه ونیسي، ځکه دا زمونږ اسلامي، اخلاقي او ملي مسئولیت دی.»

یاده دې وي په دې وروستیو کې د ملکي تلفاتو شمېر وروسته له هغه مخ لوړېدو ښوودل کېږي، چې په د هېواد په ختيځو سیمو کې د داعش په نوم له پاکستانه راغلیو وسله والو او په شمال کې د ګډ حکومت لومړي مرستیال پرلپسې چور، سوځول او د ناموسونو لوټل پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x