نظــر

د طلوع تلویزیون وپیژنی!

TOLOnews Logo  د طلوع تلویزیون د اسلام، افغانستان او خاصتاً د پښتنو ضد   یهودی ، کمونستی،  ایرانی او نورو  استخبارتی کړیو یوه ګډه اداره ده چی  فحاشی، قومی او ژبنی تعصب ته د خپلو    نشراتو   په ذریعه  لمن  وهیی  او د  روان یرغل ضد ریښتینو افغانی مجاهدینو د بدنامولو لپاره د درواغجنو خبرونو د خپرولو په مهارت سره ګمارل شوی دندی سرته رسوی، 

تاسی خبر یاست چی نموړی اداره د امریکایی اشغال سره   یوځای په فعالیت کی راغلی ده چی تر ننه یی په خاص مهارت سره په اسلامی او افغاني ټولنه کی  ډير منفي تغیرات راوستی دی، که ستاسو  یاد  وی دوی په پیل کی کله چی یی د اسلامی امارت  څخه وروسته د دیموکراسی تر عنوان لاندی په ابتدایی  نشراتو  یی پیل وکړ نو د فحاشی نشراتو پر سر له یو لړ مخالفتونو او انتقادونو سره مخ کیدل  او حتی لوی څارنوالی یی هم په مقابل کښی غیر ارادی عکس العمل وښود  لیکن بیرته دا معلومه شوه چی دغه اداره د لوی څارنوالی له صلاحیت څخه پورته مدارونو سره قوی اړیکی لری او برعکس دوی وکولای شول چی لوی څارنوال په رسوا  سزا ورسوی او خپل شوم مرام او منزل ته نور پر مخ ګامونه واخلی، دا چی ترننه پوری دوی څومره اذهان یی د اسلام، ریښتونی استقلال، او یووالی پر ضد وروزل او د حق له لاری یی منحرف کړل شاید شمیر یی په افغانی َټولنه کی زیات وی چی د دوی تر پوښښ لاندی وی او خاصتاً په هغه مناطقو کی یی منفی اخلاق نور هم زیات ترویج کړل چی د روان کفری یرغل ضد جهاد سره یی له پیله چندانی علاقه نه درلوده، د طلوع تلویزیون نورو  مضرو او بهرنی اسلام ضد کفری ګروپونو ته دا  زمینه برابره کړه چی په افغانستان کښی ددی نسل د دینی او کلتوری اساساتو په لمنځه وړلو کی کوټلی ګامونه واخلی د بهرنیو دښمنانو او خپل پلیت مرامونه د تلویزونونو او رايډیوګانو په زیاتولو سره  په خلکو کښی په اسانی سره  د بادار او خپل میل مطابق  هر څه عملی کړی او نن وینو چی د داسی تلویزونونو او راډیوګانو شمیر له لسګونو  څخه اوښتی دی، دوی هره ورځ په افغانی ټولنه کی    د افکارو د بربادولو او تباه کولو او د اسلام د سپڅلی مسیر او فضاوت څخه د منحرفولو په برخه کښی په ټنونو مضره وایرسونه او میکروبی افکار نشروی چی دا ټولنه د یهودانو، کمونستانو ، هندوانو او ایرانیانو د میل مطابق په رنګارنګ مرضونو اخته کړی، د افغانستان مسلمان ولس ته په کار ده چی د  نړیوال کفری یرغل او   ورسره د  داخلی ضمیر پلورونکو شومو  اهدافو  او  مرامونو څخه باخبره اوسی او د خپل وس مطابق خپله کورنی او ټولنه له داسی منکراتو غیراسلامی او  غیر اخلاقی ترویجی نشراتو   او  د  درواغجنو  خبرونو  د  مضره  اثراتو څخه خوندی وساتی ، دا د هر مسلمان دنده ده چی تر خپل وس د منکراتو او د یرغلګرو د دجالی دامونو مخه ونیسی ځکه د بهرنیو ښکیلاک او مادی تمویل لاندی د دوی ټول نشرات د اسلام  او افغانستان  پرضد د کفارو د خواهشاتو د پوره کولو لپاره جاری دی، له پیل څخه د دوی د درواغو او حقیقت مخالف خپرونو خو تعداد له شماره وتی دی خو په دی وروستیو کی که متوجه شو نو د دوی له خولی څخه د امریکایی ښکیلاک په ګټه د اربکی پاڅونونو لپاره سخت په شدت سره تور تبلیغات روان دی چی د دوی ژورنلست د امریکایانو په هیلی کاپټر کی سپور د اندړو سیمی ته بیول کیږی او هلته د اربکی پاټکیانو چی د امریکایانو د ماتی سره نوی پلان شوی پروسه ده ورته تبلیغات کوی او دوی ته د ملت د استازو لقبونه ورکول کیږی حال دا چی د دی پاڅونیانو حقیقت ټول ولس ته معلوم دی چی د امریکایی پروسی یوه برخه ده.
      د بهرنی  وحشی وژونکی یرغل تر څنګ د  داسی ادارو موجودیت ته د ملت پر ضد د سوړ جنګ د مأموریت خطاب کیږی چی دوی د افغانستان د مسلمان ملت په اذهانو بریدونه کوی او دوی د یرغلګرو په ټولو بشری ضد جنایاتو کی شریکه ونډه لری. که چیری دوی له دغه ناروا نشراتو او درواغجنو تبلیغاتو لاس پر سر نه شی او تل د بهرنیو د ګټو د میل مطابق ټول  اصول تر پښو لاندی کوی نو هغه متل دی یاد وی : چی بد ګرزی، بد به پرځی .

 

لیکنه : افغان طرف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x