افغانستان

چارواکي: موسی کلا کې ۲۵ عسکر وژل شوي ۴۰ ژوبل دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو له څو ورځې پرله پسې بريدونو او کلابندۍ وروسته تېره شپه موسی کلا ولسوالۍ په بشپړه توګه ونيوله او د هلمند ولايت امنيتي چارواکو د طالبانو له لوري د دغې ولسوالۍ نيول منلي دي.

د هلمند ولايتي شورا وکيلان د ولسوالۍ په سقوط اندېښمن دي او وايي، چې د چارواکو د ناکامۍ او بې پرواهۍ له امله کېدای شي، نورې ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته ولويږي.

د هلمند ولايتي شورا امنيتي کمېټې رييس بشير احمد شاکر پر حکومتي چارواکو تور لګوي، چې چارواکو په لوی لاس له نوزاد وروسته موسی کلا ولسوالي هم طالبانو ته پرېښوده.

د ښاغلي شاکر په وينا که چارواکي سرتېرو ته خواړه او نظامي مرستې نه شي رسولای، نو ولې يې پر طالبانو وژني او له جګړې پرته دې ټول هلمند طالبانو ته پرېږدي.

ښاغلی شاکر، چې د سپينې ژبې له امله دغه ولايت کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی، وايي، چې د تېرې شپې په جګړه کې له سلو زيات عسکر ټپيان شوي او هېڅوک يې د مرستې او پوښتنې نه شته.

د هلمند ولايتي شورا رييس حاجي کريم اتل وايي، چې د ولسوالۍ سقوط د سترې ماتې پيلامه ده، ولسوال او امنيتي ځواکونه له سيمې په داسې حال کې تښتېدلي، چې ګڼ شمېر مړي او ټپيان يې د جګړې په ډګر کې پراته دي.

راپورونه وایي، چې د موسی کلا ولسوال محمد شريف هم په لاس ټپي شوی دی.

د حاجي اتل په وينا د ولسوال په ګډون چارواکي او امنيتي ځواکونه يوې داسې سيمې ته تښتېدلي، چې ژوند يې خوندي نه دی او که بېړنۍ مرستې ورونه رسي، نو کېدای شي، ډېر ژر د طالبانو له لوري ووژل شي او يا هم ژوندي ونيول شي.

د موسی کلا ځايي خلک وايي، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې طالبانو د موسی کلا پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل او ورو ورو مخکې تلل، چې بالاخره يې تېره شپه له خونړۍ نښتې وروسته دغه ولسوالۍ ونيوله.

ويل کيږي، چې د تېرې شپې په بريدونو کې طالبانو لږ تر لږه دېرش عسکر وژلي او شاوخوا سل نور ټپيان دي.

د موسی کلا ولسوال محمد شريف رسنيو سره په خپله اړيکه کې وويل، چې دوی سره ګڼ شمېر ملکي او نظامي افسران او ټپيان په داسې ځای کې پراته دي، چې امنيت يې خوندي نه دی او که حکومت ژر تر ژره د دوی امنيت ونه نيسي، نو ژوند به يې له سخت ګواښ سره مخ شي او کېدای شي د طالبانو له لوري ووژل شي.

بل پلو د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د ولسوالۍ، امنيه قوماندانۍ او اړوندو پوستو له نيولو وروسته يې د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د پي ار ټي مرکز هم په بشپړه توګه ونيو.

د ښاغلي احمدي په وينا د امنيتي ځواکونو د مرستې لپاره راغلې قوه يې هم په شا تمبولې او ملګري يې اوس د ګرېشک پر لويه لار د امنيتي ځواکونو په تعقيب پسې راوتي دي.

د پېښو څارونکي وايي، چې موسی کلا هغه ستراتيژيکه ولسوالي ده، چې د حکومت او طالبانو دواړو لپاره ډېره مهمه ده.
د کارپوهانو په وينا چې طالبان د موسی کلا له نيولو وروسته د سنګين، کجکي او نورو ولسواليو د نيولو په لټه کې دي او له هغې وروسته طالبان هڅه کوي، چې د هلمند ولايت مرکز ته ځانونه ورسوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x