سرنوشت: پروان کې پولیس ګڼې جنايي پېښې ترسره کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۴مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې په کندهار کې د پولیسو اړوند د ګڼو جنايي پېښو خبرونه ورکړل شول، د پروان چارواکي هم مني چې په دې ولایت کې پولیس په ډېرو جنايي پېښو کې شريک دي.

له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼه د پروان د امنیه قومندان له خولې ليکې چې پروان ته ان د نورو ولایتونو پولیس د جناياتو لپاره راځي.

د امنیه قومندان جنرال محمد زمان مموزی وايي چې دوی د غیر مسووله وسله والو غلو د له منځه وړلو وړتیا لري خو مسوول وسله وال چې ورته جنایات ترسره کوي دوی پر وړاندې بې وسه دي.

د هغه په قول له کاپیسا نه یو پولیس له خپلو نورو ملګرو سره پروان ته ورغلی او هلته يې د شخصي دښمني له امله د خپل تره اوه زامن ووژل، په ورته توګه له غزني او میدان وردګو نه دوه تنه پولیس راغلل او په بګرام کې يې پنځه تنه ووژل.

د مموزي په وینا له دوی سره اوس هم څو تنه پولیس زندانيان دي چې له ننګرهار نه پروان ته د جنایاتو لپاره ورغلي او دوی نیولي دي.

تر دې وړاندې په کندهار کې هم د پولیسو اړوند، د وژنو، تښتونو و او ګڼو جنسي تېريو خبرونه ورکړل شول، چې له دولتي کارت، یونیفورم او وسلې نه په ګټه دغه جنایات ترسره کوي.

پوځي کارپوهان وايي چې ورته کړنې د ولس او دولت تر منځ فاصله لا درازوي او دا په ډاګه کوي چې افغان امنیتي ځواکونو تر اوسه خپل مسوولیت نه دی پېژندلی.

سرنوشت د احمد خالد حاتم په نوم د یوتن کارپوه له خولې لیکي چې پولیس د ټوپک په اخیستو ځان تر قانون لوړ ګڼي، ځکه خو ورته کړنې ترسره کوي.

تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د جنایاتو اړوند څه نه دي ويلي، خو وړاندې يې تر دې منلي دي چې دوی یوازې د شمېر د ډېرښت لپاره د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځوانان جذب کړي دي چې ګڼې اخلاقي نیمګړتياوې لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د