افغانستان

ميدان وردګو کې له دېرشو زياتې نجونې مسمومې شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې بهسودو ولسوالۍ کې د يو ښوونځي له دېرشو زياتې نجونې زده‌کوونکې مسمومې شوي دي.

د ميدان وردګ ولايت وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، چې دغه نجونې د بهسودو ولسوالۍ اول بابا ښوونځي په لسم، يوولسم او دولسم ټولګي کې وې.

د ښاغلي خوږياڼي په وينا د پېښې لامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

د ولايت وياند زياتوي، چې مسمومې شوې نجونې روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

په دې وروستيو کې باميانو، هرات، کندهار، مزار او ګڼو نورو ولايتونو کې د نجونو زده‌کوونکو د مسمومېدو پېښې ډېرې شوي او وخت پر وخت د هېواد د ګڼو ښوونځيو زده کوونکې مسميږي، مګر چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه هېڅوک نه دي نيولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x