نظــر

ته له ټټو کوز شه ټټو ماته را

media  Afghani Aosanai Rasanaiد پښتو دا متل هغه وخت استعمالیږي چې  یوه خوا غواړي د بلې خوا حقوق او امتیازونه تر پښو لاندې او د ځان په ګټه وکاروي .
په زغرده د بل چا د حق خوړلو په وخت کې هم همدا متل کاریږي .
یعنې دا چې زورور کس غواړي د کمزوري د خولې لمړۍ له هغه په داسې ډول په زور واخلي چې کمزورئ د شکایت حق هم ونه لري او حتې د رضایت اظهار هم وکړي .
پر افغانستان د امریکا د برید او یر غل لپاره یوه مهمه توجیه هم د بیان آزادي وه .
که څه هم د دې یرغل د توجیه لپاره نورې پلمې هم وې لکه د ښځو آزادي ،د بشر حقوق او داسې نور چې امریکا د افغانستان د نیواک په تیر یولس کلن پړاو کې په کې هغه د چا خبره شاندارې کارنامې په ځای پریښودې .

ښځو ته ېې د حقوقو ورکولو په پلمه نه یواځې دا چې هغوی کونډې بورې او ورارې کړې حتې په ډيرو مواردو کې ېې په بې رحمانه ډول شهیدانې اوټپیانې کړې او داسې جنایتونه ېې ورسره وکړل چې قلم ېې په لیکلو شرمیږي .
نه غواړم نن په دې اړخ ډيره تبصره وکړم خو پرون مې د یوه امریکايي شناندي فینان کنینګهام یوه مرکه واوریده  چې پر واقعیت ولاړې خبرې ېې کولې واقعاً پر هغو افغانانو مې افسوس راغئ چې نن هم په افغانستان کې د امریکا جنایتونه توجیه کوي .
کنینګهام ویل پر افغانستان ، عراق او لیبیا جګړه د بشر له حقوقو ، دیموکراسۍ حتې د سپتمبر۱۱مې له پيښې سره هیڅ کوم تړاو نه لري بلکې دا جګړې تر دې پيښې وړاندې پلان شوې او یواځې د امریکا د سیاسي ، اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو لپاره په کار اچول شوې .
 کنینګهام پر بهرنیو د افغان عسکرو د بریدونو زیاتیدا په اړه وویل افغانان حق لري چې د پردیو نیواک ګرو د جنایتونو په وړاندې کرکه نفرت او مقاومت وکړي ، په غوسه شي اوموږ د هغوی په لاس د ګڼو بهرنیو عسکرو د وژل کیدا شاهدان پاتې شو .
ریښتیا هم که په افغانستان کې د بهرنیو په تیره امریکايي عسکرو د جنایتونو ډول او پراختیا ته نظر واچول شي ثابتیږي چې دا جګړه یو اړخ نه لري بلکې په دې جګړه کې لودیځ وال بیلابیلې موخې تعقیبوي . دا جګړه د نړۍ د نورو برخو په څير د اسلام پر ضد د لودیځ په حسد او کینه کې ژورې ریښې لري . پرون که په بوسنیا کې صربانو د ملګرو ملتونو د سوله ساتو پولنډي ځواکونو د سترګو په وړاندې  د یوې سیمې ۸۰۰۰ مسلمانان قتل عامول او په شل زرو مسلمانو ښځو او نجونو ېې جنسی تیرئ کاوه او نن په برما، تایلنډ او فلپاین کې بودایان او عیسویان د مسلمانانو له وژلو سره په څنګ کې په زرګونو مسلمانو ښځو او نجونو جنسي تیرئ کوي دا ټول د یوه ځنځير څو کړۍ دي .
چې خبره رانه اوږده نه شي نن غواړم د لودیځ د بیان آزادۍ په شعار تبصره وکړم .
دا څو وخت کیږي چې په انټرنیت کې د طالبانو سایټونه هک شوي او په انټرنیتي پاڼو کې هم یواځې په هغو لیکنو سانسور دئ چې د طالبانو د دوښمنانو په ګټه نه وي .
لودیځ چې تل د بیان د آزادۍ چیغې او نارې سورې وهي ولې طالبانو یا نورو مخالفینو ته حتې د هغوی د غوښتنو مطرحولو او خپلې خبرې شریکولو چانس نه ورکوي .
د بیان د آزادۍ مدعیانو پر کابل د خپل برید لومړي راکټونه د طالبانو د رادیو پر آنتنونوچې د طالبانو د تبلیغاتو یواځنۍ وسیله وه ، وورول .
څه موده وړاندې د روژې په آته ویشتمه په جرمني کې یوې محکمې یوې ښي لاسي افراطي ډلې ته په رسمي ډول د اسلام  ګران پيغمبر ص ته له سپکاوي د ډکو کاریکاتورونو د خپرولو او د لاریون پر وخت د هغو د لیږد حتې د جوماتونو په مخ کې د هغو د لګولو اجازه ورکړه خو په افغانستان کې که څه هم په امریکا پورې د تړلو رسنیو ، راډیو ګانو ، تلویزونونو ، مجلو .اخبارونو او انټرنیتي سایټونو شمیر تر زرو اوړي خو طالبانو او مخالفینو ته حتې د یوې راډيو حق هم نه ورکول کیږي . له بلې خوا د هغوی انټرنیتي سایټونه هم هره ورځ تر برید لاندې نیول کیږي که دې مسایلو ته پام وکړو دبیان له آزادۍ د لودیځ او امریکا مفهوم په ښه ډول څرګندیږي .
زه چې محصل وم زموږ یو ملګرئ محصل یواځې په دې تور چې په کمپیوټر کې ېې د طآلبانو څو ویډیوګانې وموندل شوې په میاشتو میاشتو بندي شو هغه په زندان کې دومره وهل شوئ او ټکول شوئ ؤ چې روحي ستونځې ورته پيدا شوې وې او بیا هم په رشوتونو ، واسطو او ضمانتونو خوشئ شو .
خو نن هغه کسان چې د پردیو ښځو د نڅا او فحشاء فلمونه په خپل کوراو  کمپیوټر کې نه لري د یوه ترهګر په سترګه ورته کتل کیږي
دا وخت د لودیځ د بیان آزادۍ د شعار مفهوم ښه څرګندیږي .
یعنې دا چې زه هر څه وایم ، هرڅه کوم ،او هر څه غواړم هغه مې حق دئ که ستاسو پيغمبر ته سپکاوئ کوم د بیان د آزادۍ له اصولو سره سم مې حق جوړیږي خو  تاسې که حتې د یوه ملا خبرو ته غوږ ایږدئ ترهګر حسابیږئ او نن ورځ خو د ترهګرو جزا او پایله معلومه ده .
څو کاله وړاندې مې یوه ملګري چې د افغانستان په یوه امنیتي حوزه کې مامور ؤ را ته وویل موږ ته داسې یو مکتوب راغلئ چې که له چا سره د استاد یاسر یوه کسیټه چې په هغه وخت کې ېې ډير شهرت درلود وموندل شي باید تر شپږو میاشتو بندي شي  .
زموږ  د هیواد په تلویزوني چینلونو کې د فحشاّه مخه حتې ولس مشر ، اړونده وزیران او پارلمان هم نه شي نیولای خو که څوک حتې د دې جنایتونو د بربنډولو هڅه وکړي یا پرې د پردیو هیوادونو په تیره د ګاونډیانو د جاسوس ټاپه لګول کیږي او یا هم د ترهګر په نوم بلې نړۍ ته لیږل کیږي .

ډاکتر عماد الدین پژمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x