ایل جي (LG) خپل ۱۰ انچه ډسپلې لروونکی ټبلېټ معرفي کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږی ۴مه ۱۳۹۴ل): موده وړاندې ایل کمپنۍ جي پډ ۲ (LG G Pad II) نومې اته انچه ډسپلې لروونکی ټبلېټ معرفي کړی و خو دغې کمپنۍ خپل د دغه ټبلېټ نوی ورژن ۰.۱ (0.1) هم په رسمي ډول نړیوالو کاروونکو ته معرفي کړ.

ایل جي کمپنۍ وویل چې د جي پډ ۲ (LG G Pad II) نوی ورژن به ۱۰ انچه ډسپلې ولري. دغه ټبلېټ به کاروونکو ته له ۱۰۸۰*۱۹۲۰ پکسله ریزولوشن سره وړاندې کیږي.

د دغې ټبلېټ یو له ځانګړتیاوو څخه دا دی چې په روښنايي یا هم د لمر وړانګو په شتون کې اسماني رنګه ډسپلې فعالولو سره کاروونکي کولی شي په اسانۍ سره خپل د خوښې متن یا پیغامونه ولولي.

د ایل جي کمپنۍ دغه نوی ټبلېټ کې سنپ ډراګن ۸۰۰ (SnapDragon 800) ډوله پروسېسر کارول شوی. د دغې ټبلېټ پروسېسر ۲.۲۶ ګیګاهرتز دی چې په مرسته يي دغه ټبلېټ ځینې پیاوړي سافټ وییرونه هم چلولی شي.

جي پډ ۲ (LG G Pad II) ټبلېټ دغه نوی ورژن ۲ ګیګابایټ رېم او ۱۶ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري. کاروونکي کولی شي د اضافي میموري کارډ له استعمالولو سره د دغه ټبلېټ د فایل ثبتونې وړتیا زیاته کړي.

د دغې ټبلېټ اصلي کامره ۵ میګاپکسله او مخکینی کامره يي ۲ میګاپکسله ده. دغه ټبلېټ کې د ۷۴۰۰ ملي امپیره وړتیا لروونکی پیاوړی بیټرۍ کارول شوې.

ایل جي کمپنۍ ویلي چې د دغې کمپنۍ راتلوونکی ټبلېټ به د انډرایډ ۵.۱.۱ (Android 5.1.1) له اپریټنګ سیسټم سره د کارولو وړ وي. د پخوانی ورژن په خلاف دغه نوی ورژن کې د یو ایس بي پورټ (USB Port) اسانتیا نشته او کاروونکي نه شي کولی خپل یو ایس بي (USB) له دغه ټبلېټ سره وصل کړي.

ایل جي کپمنۍ وویل چې خپل دغه ټبلېټ به په دوو مختلفو ورژنونو کې د شمالي امریکا، اروپا او اسیا بازارونو ته وړاندې کوي. ایل جي کمپنۍ د دغې ټبلېټ د بيي په اړه څه نه دي ویلي خو ګومان کیږي چې ایل جي کمپنۍ به خپل دغه ټبلېټ د ایفا ۲۰۱۵ (IFA 2015) د ټکنالوژۍ په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د