نړۍ

امريکا کې د ژوندۍ خپرونې پر مهال دوه ژورنالېستان ووژل شول – ویډيو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا ورجينيا ايالت کې د ژوندۍ تلويزوني خپرونې پر مهال دوه ژورنالېستان ووژل شول.

دغو دواړو ژورنالېستانو «ډبليو ډي بي جې۷» نومي تلويزون لپاره د ورجينيا بېډفرډ کاونټي سيمه کې مرکه کوله، چې ناببره پرې ډزې وشوې او دواړه ووژل شول.

دغه دواړه ژورنالېستان يوه ۲۴کلنه ايليسن پارکر او ۲۷کلن کېمرمين ايډم وارډ نوميږي او دواړه ځای پر ځای وژل شوي دي.
پر تلويزون خپره شوې ويډيو کې ښکاري، چې ايلسن پارکر برج واټر په نوم په يوه ستره پلازه کې مرکه پيلوي، چې ناببره پرې ډزې کيږي او د اتو ډزو اوازونه اورېدل کيږي.

د ډزو پر مهال ژورنالېسته پر ځمکه غورځي او ورپسې کيمره مين هم وژل کيږي.

په دغه بريد کې هغه مېلمنه ژوندۍ پاتې ده، چې دواړه ژورنالېستان يې مرکې ته ورغلي وو.

دغه پېښه پر ځايي وخت سهار مهال پاوکم اوه بجې شوې ده.

د سيمې پوليس وايي، چې د پېښې بريدګر په تېښته بريالی شوی او دوی يې د نيولو پلټنه پيل کړې ده.

د تلويزون مشر جيفري مارکس د خپلو دواړو ژورنالېستانو د وژل کېدو خبر تاييد کړی او وايي، چې تر اوسه د پېښې لامل او بريدګر په اړه هېڅ معلومات نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x