
اسلام اباد: پولیسو د ملي امنیت دوه شکمن «جاسوسان» نیولي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي۴مه ۱۳۹۴ل): پاکستاني رسنۍ وايي چې پولیسو نن د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست دوه شکمن «جاسوسان» نیولي دي.
دې نیوز پاکستاني ورځپاڼې لیکلي چې دغه دوه کسان د اسلام اباد په G-9 سیمه کې امنیتي ځواکونو د افغانستان څارګرې ادارې ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
د سرچېنې په وینا پاکستاني څارګرو ادارو او رینجر پولیسو نن په G-9 کې عملیات وکړل او د ملي امنیت دوه کارکوونکي یې ونیول.
دې نیوز د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي چې د افغانستان د څارګرې ادارې دغه دوه کارکوونکي د پاکستاني طالبانو او نورو «ترهګرو» سره اړیکه درلوده او په پاکستان کې د «تروریستي» بریدونو کې یې لاس درلود.
پاکستاني ځواکونو پر دې سربېره ۴۰ نور افغان مهاجرین نیولي او په بېلابېلو تورنو یې زندانونو کې اچولي دي.
په G-9 سيمه ډیری افغان مهاجرین اوسیږي او زیاتره يې په اسلام اباد او اړوند سیمو کې غریبۍ کوي.
پاکستاني ځواکونو لا تر دې دمه په دغو افغانانو چې د «جاسوسۍ» په تور يې نیولي، ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.
پاکستان د ډيری هغو بریدونو پړه چې په دغه هېواد کې ترسره کیږي، په افغان مهاجرینو اچوي.
ملي امنیت لا تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د نن ټکی اسيا درنو چلوونکو، په دې راپور کې مو دوه سترې غلطۍ کړې دي، چې تقريبا د هر چا سترګې ور اوړي: لومړی دا چې د راپور په يوه وروستۍ کرښه کې واياست: «پاکستاني ځواکونو لا تر دې دمه په دغو افغانانو چې د «جاسوسۍ» په تور يې نیولي، ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.»، حال دا چې عنوان مو بیا په غوڅ ډول په دې دلالت کوي، چې نيول شوي دوه کسان د ملي امنيت جاسوسان دي… دوهم دا چې په همدې پسې په بله کرښه کې ويل شوي چې: «پاکستان د ډيری هغو بریدونو پړه چې په… نور لوستل »