اسلام اباد: پولیسو د ملي امنیت دوه شکمن «جاسوسان» نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي۴مه ۱۳۹۴ل): پاکستاني رسنۍ وايي چې پولیسو نن د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست دوه شکمن «جاسوسان» نیولي دي.

دې نیوز پاکستاني ورځپاڼې لیکلي چې دغه دوه کسان د اسلام اباد په G-9 سیمه کې امنیتي ځواکونو د افغانستان څارګرې ادارې ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د سرچېنې په وینا پاکستاني څارګرو ادارو او رینجر پولیسو نن په G-9 کې عملیات وکړل او د ملي امنیت دوه کارکوونکي یې ونیول.

دې نیوز د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي چې د افغانستان د څارګرې ادارې دغه دوه کارکوونکي د پاکستاني طالبانو او نورو «ترهګرو» سره اړیکه درلوده او په پاکستان کې د «تروریستي» بریدونو کې یې لاس درلود.

پاکستاني ځواکونو پر دې سربېره ۴۰ نور افغان مهاجرین نیولي او په بېلابېلو تورنو یې زندانونو کې اچولي دي.

په G-9 سيمه ډیری افغان مهاجرین اوسیږي او زیاتره يې په اسلام اباد او اړوند سیمو کې غریبۍ کوي.

پاکستاني ځواکونو لا تر دې دمه په دغو افغانانو چې د «جاسوسۍ» په تور يې نیولي، ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.

پاکستان د ډيری هغو بریدونو پړه چې په دغه هېواد کې ترسره کیږي، په افغان مهاجرینو اچوي.

ملي امنیت لا تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تبصرې (1)

  • د نن ټکی اسيا درنو چلوونکو، په دې راپور کې مو دوه سترې غلطۍ کړې دي، چې تقريبا د هر چا سترګې ور اوړي:
    لومړی دا چې د راپور په يوه وروستۍ کرښه کې واياست: «پاکستاني ځواکونو لا تر دې دمه په دغو افغانانو چې د «جاسوسۍ» په تور يې نیولي، ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.»، حال دا چې عنوان مو بیا په غوڅ ډول په دې دلالت کوي، چې نيول شوي دوه کسان د ملي امنيت جاسوسان دي...
    دوهم دا چې په همدې پسې په بله کرښه کې ويل شوي چې: «پاکستان د ډيری هغو بریدونو پړه چې په دغه هېواد کې ترسره کیږي، په افغان مهاجرینو اچوي.»، خو ګمان نه کوم چې دا دعوه مو سمه وي، زما په اند داسې به ډېر کم شوي وي، چې پاکستان دې په دې هېواد کې د شوي بريدونو پړه پر افغان مهاجرينو اچولې وي. کور ودان