ننګرهار: د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۴ل): د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي.

د شیرزادو ولسوالۍ د کودي خیلو د تنګي یو تن اوسیدونکي افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې د بهرنیو ځواکوانو یوې بې پېلوټه الوتکې پر یوې شاړې ځمکې توغندی وویشت چې له کبله یې د یوې کورنۍ درې غړي ووژل شول.

« بريد کې د يوې کورنۍ درې تنه غړي وژل شوي چې په هغوی کې زرولي، د زورلي زوی او وراره دي، دغه درې تنه د سيلاب اوبو وړي بندونه بېرته تړل چې د بريد هدف وګرځېدل».

په عین حال کې یاد اژانس ته د سیمې یو اوسیدونکي بیا د وژل شوو کسانو شمېر څلور ښودلی چې درې یې همدا د یوې کورنۍ دي او بل ناڅرګند دی.

دغه اوسيدونکی وايي د شهيدانو جنازه نن په سيمه ييز وخت پنځه بجې وشوه.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دې بريد کې درې تنه وژل شوي، او ټول ملکي وګړي دي.

د ننګرهار چارواکو او بهرنيو ځواکونو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې سلګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
faridullah Ahmadi
میلمه

اسلام علیکم وردحمت الله ……
زه فریدالله احمدی دوردګو ولایت دچک دولسوالی اوسدونکی یم
زما دامارت دمشرانو څخه د غوښتنه ده چی کوم عملیات کوی هغه دی په ټولیزه توکه عملیات کوی ځکه
چی زموږ په ولسوالی هره ورځ جنګ کیژی خو یوه ورځ هم د ولسوالی دسکوت خوا ته لاړه نه بلکی نوره هم
قوی کیژی نو زما دامارت دمشرانو څخه دغوښتنه ده چی جنګ ډلیز کړی ځکه چی دوښمن چی څومره زر ورک
کیژی ښه دی
الله تعالی د په افغانستان کی یو اسلامی دولت راولی چی تول مسلمانان سره راټول شی او دا کفار شرمینده له افغانستان نه ووځی
ومن الله توفیق

حنيف
میلمه
حنيف

إنا لله وإنا إليه راجعون