په مكه مكرمه كي رباط افغاني

لیکوال: عبدالمالک همت

استاد عبدالمالک همت

استاد عبدالمالک همت

رباط په عربي کي كاروانسراى ، مسافرخانې او هغي مجهزي ودانۍ ته وايي چي د صوفیه وو پر فقیرانو او نورو عامو خلکو د استوګني لپاره وقف سوې وي. (البته رباط په عربي کي ځيني نوري معناوي هم لري).

په پښتو کي هم رباط مستعمل دی او پښتو قاموسونو يې معنا په پړاو، مرحله، منزل، سرای، کاروانسرای، د یوې ټاکلي فاصلې واحدکښلې ده. په پښتو تشریحي قاموس کي پر نورو معناوو سربېره دا معنا هم ورته کښل سوې ده: هغه تم ځايونه (مېلمستون، کاروانسرای) چې په يوه اوږده لار کې واقع وي. زاهد مشواڼی په خپل قاموس کي لیکي: رباط: هغه واټن چې د شپږو کروهو سره معادل وي. په Pashto French [Dr. M. Akbar Wardag] ډکشينري کي وايي: د ۴۰۸۰۰ مترو په واټن لاري ته یو رباط وايي.

حضرت رحمان بابا علیه الرحمه وايي:

دا جهان د مسافرو يو رباط دی — تله دي تله دي له دې گرامه راشه راشه.

په مكه مكرمه كي په تېرو مهالونو كي يو شمېر واكمنو اوشتمنو چي ځيني همتناكي ښځي هم پكښېكي دي زيات شمېركاروانسرايونه جوړكړي او د مسافرو حاجيانو، بې وزلو او د علم د طالبانو د هوسا او آرام اوسېدو لپاره يې وقف كړي وه. په دغو كاروانسرايونو كي به خلك بې له دې چي څه خواړه وركړه سي اوسېدل، چي ځيني به د نارينه وو د اوسېدو لپاره وه او ځيني به د ښځو لپاره . دغه ټول رباطونه ترهمدې نژدې وختونو پوري په مكه كي موجود وه، خوكله چي په 1375 سپوږمیز. كال سعودي حكومت د مسجد الحرام او د مكې د ښار د و دانيو او واټونو په پراخولو او په نوې بڼه سمولو لاس پوري كړ د دغو رباطونو زيات شمېر يې ونړول او له منځه يې يو وړل.

افغانستان هم په مکه مکرمه کي دغه ډول كاروانسراى درلود چي لومړى په رباط سليماني نومول سوى وو او وروسته په رباط افغاني او رباط احمدشاهي مشهور سو. دغه رباط افغاني د حج او اوقافو له وزارت څخه د آزادۍ راډیو د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ د ۱۸ مي د معلوماتو پر بنسټ د (حی القراره) په السلیمانیه محله کي له کعبې څخه د ۹۰۰ مترو په واټن پروت وو. د دغه کاروانسرای د ملکیت سند یوه وثیقه ده چي د مکې مکرمې د قاضي مختار بن بدرالدین له خوا د ۱۳۰۶ هجري قمري کال د محرم د میاشتي پر ۲۴مه لیکل سوې ده. او اوس دغه وثیقه د افغانستان د جدې په قونسلګرۍ کي موجوده ده.

د دغه کاروانسرای د سوابقو په هكله ستر مورخ عزيزالدين وكيلي په خپل تاريخ ” احمدشاه وارث و مجدد امپراتوري افغانستان ” لومړي ټوك كي ليكي:

” اعليحضرت احمدشاه دردران د1133ل.كال په پسرلي كي چي د 1167س.كال د دريمي خور، خداى تعالى او برات د مياشتو او د 1754ع.كال د اپريل، مى او جون د مياشتو سره سمون خوري، وپتېيل چي د حجاز ( اوسني عربستان ) په سپېڅلې مځكه كي افغاني حاجي خانه ودانه كړي او د هغې د بنسټ ايښوولو امر يې صادركړ. چي د جوړولو كاريې د 1135ل.كال د لېندۍ ( قوس ) د مياشتي (د 1170س.)كال په لومړۍ خور پاى ته ورسېد.

څنګه چي افغانان سليمان غره ته ([1])، كوم چي شا وخوا يې د افغانستان لرغونى منځۍ (مركز ) باله سي، په نسبت وركولو سره سليماني بلل سوي دي او عرب، افغانان په دغه نامه ډېرښه پېژني نو اعليحضرت احمد شاه بابا% د دغه ځاى نوم [ رباط سليماني ] كښېښود.

اعليحضرت احمد شاه بابا چي دغه مهال په لاهوركي په سوبو بوخت وو، په دې اړه يوفرمان وليكى او مهريې كى او حاجي محراب خان نورزي ته چي د احمدشاه بابا له خوا په[ديندارخان] مخاطب وو او حاجي عبدالكريم خان باركزي ته يې كوم چي د دغه رباط د جوړولو چاري هم ورسپارل سوي وې، حكم وكړ چي د دغه رباط د تاريخ لوحه پر ډبره وليكي او د هغه د دروازې له پاسه يې ولګوي”.

د دغه ډبرليك (كتيبې ) متن، چي عزيزالدين وكيلي په نوموړي كتاب کي را اخیستی دی ما(همت) د فاضل استاد اكاډميسين پوهاند عبدالشكور ” رشاد ” په ژوندوني د هغه په کتابتون کي د احمدشاهي شاهنامې په هغه شرحه کي هم لیدلی وو چي لا دچاپ په ګېڼه نه وه پسولل سوې. خدای بخښلي رشاد دغه متن د كندهار د طلوع افغان جريدې د 1311ل.كال د چنګاښ د مياشتي د لومړۍ نېټې له ګڼـي څخه را اخستى او په دې ډول دى:

گشاده باد به دولت اين درگاه بحـق اشـهـد ان لا الـه الا الله

حسب الامر مقدس امر و مقرر شدكه برسنگ سر دركاروانسراىكه در كعبه معظمه زاد ها الله شرفاً و تعظيماً ساخته مي شود بنويسد كه چون جماعه سليماني كه عبارت از جماعــه افغاني باشد در مكه معظمه زاد ها الله شرفاً و تعظيماً محل سكونت را نداشتند و بخصوص چگونگي آن بعرض اقدس رسيد، بنابر دعاى خير جهاذات بابركات شاهنشاه دردران خلد الله ملكه و سلطانه در بلدهْ مقدسهْ معلى فرمودندكه خود جماعهْ سليماني چه دراني وغيردراني هر افغانيكه درين جا وارد گردد دركاروانسراء كه ساخته مي شود فرود اّيد و بحسب قسمت الهی هر وقتيكه درحجره هاى كاروانسراى مذكور ساكن باشد احدى به ايشان رجوعى نداشته بعلت وجه كرايه مزاحمت نرساند. بنابراّن عاليجاه حاجى الحرمين الشريفين حاجى محراب ديندارخان دراني نورزايي و حاجى الحرمين الشريفين حاجي عبدالكريم خان دراني باركزايي را مامور ساختن كاروانسراى در اّن بلده مقرر و مامور فرموديم و به اهتمام ايشان به اتمام رسيده است. و هركس از جماعهْ سليمانى چه دراني و غير دراني كه افغان بوده باشد وارد اينجا گرديده در حجره هاى كاروانسراى مذبور ساكن شود تا ماداميكه درينجا باشد هيچكس بعلت كرايه ازو چيزى نگيرد تاكه اين دولت خدا داد روزافزون به ثواب همايون ما از جناب اقدس الهى پايدار باشد. كرايهْ حجره هاى كاروانسراى مذكور بجماعهْ سليماني بخشيده ايم و من بعد الى يوم رستخيز نيزكرايهْ اّن بجماعهْ سليماني چه درانى و غير درانى هرافغاني كه بوده باشد در كاروانسراى مذكور سكونت نمايد وقف باشد. و هرگاه حجره هاى كاروانسراى مذبور اضافه از جماعهْ مذبور باشد به اشد رضا به ديگر مردم بكرايه داده بعداً كرايهْ اّنرا اولاً به تعمير اّن صرف كند و اضافهْ اّن هرچه باشد اّنرا نيز بجماعهْ سليماني صرف ما يحتاج نمايد و سواى اين جماعهْ سليماني چه دراني و غير دراني و هر افغاني بوده باشد ديګرى در اّن طمع و توقع نكنند و در وجه جماعهْ مذكور الى يوم رستخيز وقف دانند و هرگاه احدى درين جا طمع و توقع نمايد نزد خدا ورسول مواخذه و مخاطب بازخواست خواهد گرديد.

في غرهْ شهر ربيع الاول روز پنجشنبه 1170هـ

وكيلي زياتوي :” د دغه ډبر ليك ليكنه په 1311ل.كال ليدل سوې ده او د هغې د موندلو څرنګوالى په دې ډول دى: اعليحضرت محمد نادرشاه د دغه كاروان سراى د بيا ودانولو لپاره خپل د دربار وزير او د اكازوى احمد شاه خان، د مولوي سيف الرحمان خان، آخوندزاده عبدالقيوم خان او مولوي سيد مبشرخان طرازي چي په ابونصرملقب وو، په ملګرتيا د هيات په توګه د 1310ل.كال دكب په مياشت كي له كابل څخه د جلال آباد او هند له لاري عربستان ته ولېږل، چي د 1311ل.كال د وري پر اوومه د يكشنبې په ورځ مكې مكرمې ته ورسېدل او د سعودي عربستان د پاچا ملك عبدالعزيز له خوا يې هركلى وسو.

د اړوندو چارواكو سره د خبرو اترو په پايله كي څرګنده سوه چي د دغه كاروانسراى د دېوالونو د نړېدو له امله دغه ډبرليك بل خوندي ځاى ته وړل سوى دى. هغه وو چي افغاني هيات پورتنى متن له دغه ډبرليك څخه نقل كړ.

استاد رشاد وايي چي د دربار وزير د اعليحضرت محمد نادرشاه له خوا دمبشرطرازي او مولانا سيف الرحمان خان الكوزي په ملګرتيا حج ته ولاړ، هلته يې دغه كاروانسراى ترميم كړ او د پښتنو د ټاټوبي ځاى يې وګرځاوه. ( مولوي سيد مبشرطرازي اصلاً د تراز وو چي په 1307ل.كال د اعليحضرت امان الله شاه غازي په بلنه اندخوى ته راغى، د سقاو د اغتشاش پرمهال بيرته خپل وطن ته ولاړ، په 1309ل.كي بيا كابل ته راغى او په ارګ كي د عربي او تركي ژبو د ژباړن په توګه ومنل سو؛ عربي ژبه يې د يوه مصري عالم غوندي زده وه؛ دري، تركي او روسي ژبي يې هم زده وې؛ پاى د ظاهرشاهي پېر په منځنيو وختونو كي له افغانستان څخه و ايستل سو. او مولوي سيف الرحمان د افغانستان د جمعيت العلما غړى وو).

خليل الله خليلي چي په 1345 ل.كال په سعودي كي د افغانستان سفير وو، ستر مورخ وكيلي ته يوليك استولى چي هغه په نوموړي تاريخ كي راوړى دى. له دغه ليك څخه څرګنديږي چي دغه كاروانسراى تر دوو سووكالو پوري نه وو ترميم سوى او له شپېتو كالو څخه د سعودي دولت هغه تر خپل تصرف لاندي راوستى وو. بيا د انيس ورځپاڼي د1348ل.كال د مرغومي د شپږمي نېټې له ګڼي څخه ښكاري چي د افغانستان لخوا يو هيات په مكه مكرمه كي د دغه رباط د بيا جوړولو په هكله د سعودي چارواكوسره خبري اتري كړي وې، چي بيا د معلوماتو له مخي دغه كاروانسراى تر همدې نژدې وختونو پوري فعال وو او افغاني حاجيان به پكښي اوسېدل، خو په دې وروستيوكلونوكي په داسي حال كي چي ډېر خراب سوى وو، بيرته تړل سوى وو.

زه(عبدالمالک همت) خپل کتاب(زموږ د قبلې تاریخ) ته دموادو د برابرولو پرمهال د دغه کاروانسرای په اړه د معلوماتو لپاره څو کاله دمخه د حج او اوقافو وزارت ته ورغلم ، هلته زما یو پخوانی دوست محمد ولي فتی د دغه وزارت د نشراتو رئیس وو . هغه د دغه رباط افغاني په اړه د معلوماتو د موندلو لپاره ډېر کوښښ وکړ، خو په دې اړه يې (څنګه امریکا کښېنولي دولت تازه په کار پیل کړی وو او هرڅه ګډوډ وه)څه لاس ته ورنه غله. خو دغونه پوهېدی چي افغانستان په مكه مكرمه كي ځيني نور ملكيتونه هم لري.

سردار شاولي خان فوفلزي چي د احمدشاه بابا د ديوان اعلى كشكچي باشي وو، په خپله ” تاريخيه رساله ” كي د رباط سليماني په هكله داسي منظوم عبارت ليكلى دى:

ز هجرت هزار و صدو شصت وهفت
پيـش محـاسـب چـو ازســال رفت
اراده بـفــرمــود مـالــك رقــاب
زمـيـن از شـريـف مـعلـى جـنـا ب
بـخواهـد در اطـراف بـطـحـاديـار
مـكـانـى بـســازد شـــه كـامــګـار
كه افغـان و غيـره سـكـونت دران
نـمـاينـد در آن مـقــدس آستـــان
بآن قـصـد مكتـوب پيـش شـريـف
كه بودسـت مسـعـود نـام آن منيـف
فـرستـاد پـس شـاه محـراب خـان
كه آن كـرده بودست حج پيش ازان
چـو از حـكم سـلطـان عالى مكـان
بـشـد جـانب كـعبـه محـراب خـان

پاته دي نه وي چي په پورته نظم كي ويل سوي دي چي احمدشاه بابا مكتوب د مكې شريف مسعود ته واستاوه، خو دغه مسعود بن سعيد په 1165س.كال مړسوى دى او تر هغه وروسته مساعد بن سعيد تر1171س.كال پوري د مكې والي وو.

په مكه مكرمه كي د افغانانو د دوهم رباط په اړه معلومات :

زما د کتاب (زموږ د قبلې تاریخ) تر لومړي چاپ وروسته د جناب محمد نادر ايوبي كندهاري سره زما ملاقات وسو. جناب ايوبي په مكه مكرمه كي د دوهم افغاني كاروانسراى په اړه څه معلومات درلودل چي بيايې ما ته په دې ډول ليكلي وسپارل :

”په 1974ع. كال د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت اداري لوى مدير د هغه وزارت په ماڼۍ كي د سعودي عربستان د سفير سره د احمد شاهي ټاټوبي ( رباط ) په باره كي ږغېدى چي ما هم په هغه ملاقات كي برخه درلودل.

په ملاقات كي دا څرګنده سوله چي په مكه مكرمه كي د افغانستان د حاجيانو لپاره دوه رباطه په بېلو وختوكي موجود سوي وه، په دې ډول :

(1) د احمدشاه بابا په دوره كي د احمدشاهي رباط په نامه د افغانستان د حاجيانو لپاره يو ټاټوبى موجود سوى وو، چي د ماڼۍ سره يې نسبتاً لوى غولى هم درلود. ( دا چي د مكې مكرمې په كومه سيمه كي دا رباط واقع وو، څنګه چي اوس له هغه ملاقات څخه دېرش كاله تېر سوي دي زما له ياده وتلى دى).

(2) د محمد نادر شاه پاچا په دوره كي وكعبې شريفي ته نژدې يو بل ټاټوبى هم د افغانستان د حاجيانو لپاره اختصاص سوى وو چي هر وخت يي يو افغان منتظم درلودى. نوم يي نادرشاهي رباط دى. ([2])

د احمدشاهي رباط په اړه قضيه داسي ده : د احمدشاه بابا او د هغه د زوى تيمورشاه ترمړيني وروسته افغانستان په داخلي كشمكشو، اغتشاشو او جنګو اخته سوى وو. د وطن اميرانو او مشرانو د مصروفيتو له كبله په مكه مكرمه كي احمدشاهي رباط په مرور د زمان د نورو وګړو له لوري تر تصرف لاندي ونيول سو. زما په ياد دي په هغه ملاقات كي د عربستان سفير د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت و اداري لوى مدير ته وويل چي : د دې قضيې حل چي د احمدشاهي رباط پخوانى ټاټوبى بيرته د افغانانو په تصرف كي راسي د عادي غوښتنو، ليكونو او جوابونو له لوري نه ميسر كيږي. بايد چي د عربستان د امير سره په دې مورد كي د افغانستان باصلاحيته شخص خبري وكړي او د هغه توجه دي ودې امر ته را واړوي.

شك نسته چي په مكه مكرمه كي د احمدشاهي ټاټوبي ( رباط ) په اړه دوسيه موجوده ده څېړونكي كولاى سي چي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ارشيف و څانګي ته مراجعه وكاندي او موثوق معلومات ترلاسه كړي“.

ما د خدای بخښلي ایوبي صاحب دغه لیکلي خبری زموږ د قبلې تاریخ په دوهم چاپ کي درج کړلې.

بیا چي تر دې وروسته په دې هکله څه معلومات راته سوي دي هغه په دې ډول دي:

کله چي استاد رباني پرکابل واکمن وو داسي آوازه سوه چي د دغی ودانۍ پر سر په مکه مکرمه کي د ځينو اوسېدونکوافغانانو ترمنځ شخړه پېښه سوې ده ، چي پای پر ودانۍ باندي د رباني پلویانو قبضه ولګوله خو د نورو افغانانو له مخالفت سره مخامخ سول او خبره بېخي اخ و ډب ته ورسېده.

بیا مي په ځينو سایټونو کي ولوستل چي د حج او اوقافو پخواني وزير محمد صديق چکري رباط افغاني خرڅ کړی دئ. خو دا خبر د تامل وړده، ځکه یو وزیر دغسي یو ځای چي هغه هم په بهر کي وی او دغسي شهرت ولري پر چا باندي نه سي خرڅولای او نه يې څوک ځني رانیولای سي. دغسي ډېر بیه دولتي ځای چي خرڅيږي حتماً باید دا معلومات وسي چي دا ځای د خرڅوونکي ځاني ملکیت دی او د ملکیت اسناد يې لري که نه؟ که ځای د خرڅوونکي ملکیت نه وي بیا يې هغه نه سي خرڅولای او که يې د دولت په نماینده ګي خرڅوي باید داسي اسناد موجود وي چي وښيي چي هم د افغانستان دولت او هم د سعودي دولت په جریان کي دي . مطلب چکري دا ځای نه دی پلورلی. په دې هکله د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معین داعي الحق عابد د روان ۱۳۹۴ لمریز کال د چنګاښ د میاشتي پر ۱۸ مه د پنجشنبې په ورځ هم د آزادۍ راډیو سره په مرکه کي ډاډ ورکړ چي دا ځای نه دی خرڅ سوی.

د حج او اوقافو وزارت د دغه معین له مرکې څخه داسي څرګنديږي چي افغانستان مسجدالحرام ته نژدې دوه ځایه (هماغه رباط افغاني او رباط نادرشاهی) لري چي دواړه تر نخشه لاندي راغلي او افغان حکومت يې له سعودي حکومت څخه بدل غواړي اما د دې خبري نتیجه لا تر اوسه نه ده معلومه سوې. همداراز د حج او اوقافو دغه معین په دغه مرکه کي ويلي دي چي افغانستان اوس د جدې په ښار کي بل ملکیت هم لري چي څه له پاسه څلور جریبه کيږي، شماره يې (۴۵) ده او د الحمرا په سیمه کي موقعیت لري. دا مځکه د عربستان د وخت پاچا ملک فیصل افغانستان ته بخښلې ده. چي د قبالې لمبر يې (۳۴۲) ، د قبالې د اجرا کال يې ۱۳۹۹ هجري قمري دی او د سعودي په عدلیه وزارت کي ثبت ده او کاپي يې د افغانستان د جدې په قونسلګري کي موجوده ده. (پژواک خبري آژانس).

متاسفانه افغاني حاجيان تر اوسه په مکه مکرمه کي نه د استوګني ځای لري او نه د وی ته د لازمو خدمتونو او آسانتیاوو د وړاندي کولو لپاره دولتي دفتر لري. په داسي حال كي چي زياتره اسلامي هيوادونه د خپلو حاجيانو د خدمت او هوسايني لپاره ستري ستري ودانۍ په واك كي لري. په هغو كي زموږ ګاونډى هيواد پاكستان په مكه مكرمه كي د ” پاكستان هاوس ” په نامه يوه ستره اووه پوړيزه ودانۍ لري چي روغتون، د حج دفتر او نور پكښي ځاى پرځاى سوي دي.

هيله ده زموږ اړوند چارواكي په سمه او جدي توګه پر خوځښت راسي او د خپلو حاجيانو د خدمت لپاره دغسي ځایونه چمتو كړي.
————-

([1]) د سليمان د غره لړۍ له څو لويو او كوچنيو غرونو څخه جوړه سوې ده. دا غر د پېواړ د غاښي په جنوب كي له سپين غر څخه بېل سوى،لومړى جنوب او بيا جنوب لوېديځ ته غځيږي. دا غرټول شپږسوه كيلو متره اوږد دى او پر دوو برخو وېشل كيږي : ختيز سليمان راغ او لوېديز سليمان راغ. د سليمان د غره ختيزه برخه چي د ختيز سليمان راغ په نامه ياديږي، له افغانستان څخه د باندي پرته ده او د وزيرستان سيمه يې جوړه كړې ده.لوېديزه برخه يې له پكتيا او پكتيكا څخه تر بلوچستان پوري پرته ده. د دې غره لوړه څوكه د سليمان د تخت په نامه (3383)متره جګه ده. د سليمان پر غره باندي اورښت زيات كيږي او ځيني برخي يې په ځنګلونو پوښلي دي. ( د نړۍ هينداره : آسيا، لومړى ټوك )

د پښتنو په لرغونو اوسېد نځايونو كي يوه ډېره مشهوره او تاريخي سيمه د سليمان د غرونو لمني دي.د دې غرونو لمني د شپږو سوو كيلو مترو په شاو خواكي اوږدوالى لري اوپښتانه له ډېري لرغوني زمانې تراوسه په كافي تعداد د دغو غرونو په لمنو كي استوګنه لري. د غه د سليمان غرونه په ځينو كتابونو او تاريخي اّثارو كي (دكسي غره ) په نامه هم راغلي دي او د جنوبي پښتونخوا، بلوچستان،ډېرو ( ډېره جاتو ) او د كندهار د شا و خوا خلك اوس هم د سليمان غرونه دكسي د غره په نامه يادوي. ( د پښتو ادبياتو تاريخ )

([2]) دغه رباط د کعبې شریفي په ۴۰۰ مترۍ کي ، په الشبیکه محله کي واقع وو او د افغانستان پاچا محمد نادر شاه د ۱۳۵۰ هجري قمري کال د ذوالحجې په ۲۱مه رانیولی وو. دغه رباط له دوو پنځه پوړیزو کورونو څخه جوړ وو. وګورئ د آزادۍ راډيو په سایټ کي د حج او اوقافو د وزارت د معین سره د دغي راديو د مرکې متن.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د