د نن سرلیکنه

د موسی کلا سقوط څه په ډاګه کوي ؟

د چارشنبې په سهار د هلمند ولایت تر ټولو مهمه ولسوالۍ (موسی کلا ) هم د دې ولایت د نوزاد ولسوالۍ په څیر د دولتي ځواکونو له کنټروله ووتله.

په تیرو څو ورځو کې دا د هلمند ولایت دوهمه ولسوالۍ ده چې یو په بل پسي د طالبانو لاس ته لویږي.

په جنوب لویدیځ زون کې هلمند ولایت او په هلمند کې په ځانګړې توګه د موسی کلا ولسوالۍخاص سوق الجیشي او استراتیژیک حیثیت لري.

د طالبانو لخوا د دغې سوق الجیشي سیمې نیول په حقیقت کې د هلمند او په مجموع کې د ټول جنوب لویدیځ زون د نیولو لپاره زمینه سازي کوي.

که څه هم چې د یادې ولسوالۍ د محاصرې په مهال هم بهرنیو او هم دولتي ځواکونو ډیر کوښښ وکړ چې یاده ولسوالۍ له سقوطه وژغوري ،خو د طالبانو لخوا د نوزاد ولسوالۍ تر نیولو او په هغې کې د پریمانه سپکو او درنو وسلو ، لس ګونو زغر ګاډو او پوځي مهماتو تر ولجه کولو وروسته د هغوی جنګیالي په ډیر عالي مورال سره د دولتي ځواکونو په خلاف په پراخه کچه پوځي عملیات پیل کړي چې ښايي یواځي د موسی کلا په نیولو هم بسنه و نه کړي.

روان ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو اړخونو لپاره حیاتي ارزښت لري، په دغسي حساسو شیبو کې د هلمند په څیر مهم ولایت کې د موسی کلا غوندې استراتیژیکې نقطې له لاسه ورکول هم د بهرنیانو او هم د دولتي ځواکونو لپاره لویه ضربه بلل کیږي.

ځکه ټول هلمند د دولت لپاره په حقیقت کې د جګړې د لومړۍ کرښې حیثیت لري ، او له عسکري نقطه نظره د جګړې په لومړۍ کرښه کې باید ټول دفاعي ځواکونه د فوق العاده احضاراتو په حال کې اووسي .

داچې په هلمند کې دلس ګونو زره بهرنیو او دولتي ځوا کونو له احضاراتو سره سره بیاهم طالبان کولای شي په لیږه موده کې دوې مهمې پوځي نقطې چې هغه د ټول ولایت لپاره بالقوه تهدید ګڼل کیږي له دولتي ځواکونو څخه ونیسي دا په حقیقت کې د بهرنیانو او داخلي ځواکونو ټول پوځي او دفاعي توان تر سیوري لاندې راولي.

د موسی کلا ولسوالۍ د افغانستان د پوځي ماهرینو په نظر د ټول هلمند د ګټلو او بایللو لپاره خط فاصل بلل کیږي ، د هغې په لاندې کولو سره به اوس حتما طالبان د لښکرګاه د نیولو لپاره په پوځي پلانونو غور کوي.

خو بهرنیان به حتما د طالبانو په لاس د هلمند دسقوط د مخنیوي لپاره د دولتي ځواکونو داسې ملاتړ کوي لکه په تیر پسرلي کې چې په شمال کې د قندوز ، بغلان او بدخشان د سقوط د مخنیوي لپاره د هغوی ملاتړ وکړ او اعلان يي وکړ چې هغوی تیار دي په یادو دریو ولایتونو کې بهرني پوځیان ځای پرځای کړي.

د موسی کلا په له لاسه ورکولو سره دا څرګنده شوه چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت چې له یوې خوا په مرکز، شمال او لویدیځ کې د طالبانو تر سختو پوځي بریدونو لاندې دی او له بلې خوا د خپل منځي اختلافاتو ښکار دی د خارجي ځواکونو له حمایت پرته یوه ورځ هم د ځان دبقاء چانس نه ویني.

بهرنیان هم غواړي د خپلو پوځي مرستو په دوام سره د اشرف غني ناتوانه حکومت د ډیر وخت لپاره پر افغانانو تپلی وساتي.
یاد حکومت د دې په ځای چې له دغو ګواښونو سره دمقابلې لپاره ولسي حمایت دځان کړي برعکس د ملیشي يي جنګ سالار جنرال دوستم او نورو تنظمي جګړه مارانو په وسیله په شمال او د هیواد په نورو سیمو کې په لوی لاس داسې کړنې تر سره کوي چې لا د ولس د نارضایتي لامل ګرځي او لیري نه ده چې دغو ولسي ضد کارونو له امله ډیرې نورې سیمې هم د موسی کلا په څیر د دولتي ځواکونو له لاسه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

داوسني لاسفوسي اونامتحد فاسد دولت دنفس وهلو لفاره هره لحظه خارجي اكسيجن ته ضرورت لري كه دااكسيجن ورباندي قطعه شي نو تاسي به يي ويني جه خفل بادار جانكيري او اباماته تلفون كوي جه هله زركري دوي دغلامي فه حالت او دغلامي فه روحيه كي زوند كوي داوسني فاسدنظام لور رتبه مشران لكه عبدالله محقق وحشي دوستم او داسي نور٣٠ كاله دملت فه وينو او مالونوتغذيه شول ددوي دفساد فه وجه همدا أوس افغانستان لمري درجه مفسد هيواد دي ددوي دنهايت زياد فساد فه وجه ١٥ كاله مخكي اولسي فاثون شو ي وو اوسني جنكونه همغه دفساد فه وراندي اولسي… نور لوستل »

مولوی دیوبندي

دیته وائی دپروتي جنګ حکومت دي تسلیم شی افغانی زامن دی فه طالبانونورنه وژنی

مرشد

دیر شه

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x