نظــر

په تازه جریاناتو لنډې تبصرې (۳) – کومندان او دځمکې سفر-کراکر په نشه پیل کړی

afghans look at helicopterکومندان  او دځمکې سفر

وایي پخواني خلک  چې له پیادو مزلونو ستړي شوي وو ، تل به په دې ارمان وو چې کاشکې دمارغانو غوندې یې هوایي  سفر کولای شوای ، حبیب الله رفیع وایي چې په پخوانیو نکلونو کې یادو شويو ښاپیریانو وجود نه درلود ، دافقط له الوت سره دپخوانیو خلکو شوق او مینه وه ، چې د دې مینې دماتولو لپاره یې خیالي کیسې رامنځته کړي او داسې انسانان یې تصور کړل چې الوت کولای شي .

که پخواني بشریت  دهوایي مزل ارمان کوو ، دکرزي په حکومت کې دنورو  غوندې په دې برخه کې هم کیسه سرچپه ده ، مطلب داچې دنوموړي دحکومت غړي او بهرني انډیولان چې دا لس کاله په هوا ګرځي اوس  دځمکني سفر ارمانجن دي ، حامد کرزی چې خپله یوازې  دارګ له یوه دیواله  تربله دځمکني سفر شوق کوي ، که کله وغواړي خپل کوم ولایتي چارواکی یا بهرنی میلمه  حضور ته ومني ، نو دحال په ژبه ورته همدا وایي چې :

پاس په هوا راشه جانانه
لاندې  کوڅې له غمازانو ډکې دینه

تیر کال چې حامد کرزی دخپل زمریتوب داعلان لپاره له ارګ څخه دپول تخنیک ترخیمې پورې  کوم سفر درلود ، نو هم یې هلیکوفتر وکاراوو ، دکرزي هغه عکس مې لیدلی چې نوموړی له خپل ماشوم زوی سره په بایسکل سپور دی خو دامعلومات راته  نشته چې نوموړی به  موټر لري او کنه  ؟ او که بالفرض لري یې دڅه لپاره یې ساتلی دی ؟؟

 په داسې حال کې چې ولسمشر  له ارګ څخه ترپول تخنیک پورې په  چورلکه کې ځي ، دغزني امنیه قومندان  چې ځان زړور خان بولي ، څو ورځې وړاندې نیت کړی ، چې دغزني له مرکز څخه دهمدې ولایت تر اجرستان ولسوالۍ پورې ځمکنی سفر وکړي ، وایي چې ( که له مشرانو عبرت وانخلې نو دکشرانو لپاره به عبرت شې ) دغزني کومندان ته هم اوس کټ مټ همدا جنجال ورپیښ دی ، نوموړي چې دکرزي دپول تخنیک له پرواز څخه   څه نه وو زده کړي اوس له دریو ورځو راهیسې اجرستان ته نارسیده په یوه نامعلومه سیمه  کې  کلابند پاته دی .

کومندان زړور خان  رسنیو ته ویلي ، چې له دریو ورځو راهیسې محاصره دی  ، چې دطالبانو په خطر سربیره دلوږې او تندې له خطر سره هم مخ دی ، نوموړي ویلي چې بهرنیو ځواکونو یې دمرستې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی ، ځکه چې سیمه ډيره لرې او پیچلې ده ، له بلې خوا دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دخپل ټویټر په صفحه لیکلي  چې کومندان دوی محاصره کړی او زرده چې یا ووژل شي او یا ژوندی ونیول شي .
تراوسه معلومه نه ده چې دکومندان زړور دکلابندۍ کیسه به بالاخره په کوم ډول پای ته ورسیږي . خو که نوموړی له دې کلابندۍ روغ ووزي او دغزني مرکز ته ستون هم  شي ، دا امکان ډیر شته چې نوموړی  دکرزي دحکومت دسفر له قانون څخه په سرغړونه  ګرم وبلل شي او له دندې ګوښه کړای شي ، ځکه دحکومت چارواکي دا اجازه نه لري چې په خپل سر دځمکني سفر عیش وکړي .

کراکر په  نشه  پیل کړی

بي بي سي ټیلویزون وایي چې له افغانستان څخه تللی  امریکایي سفیر راین کراکر په دې وروستیو کې په واشنګټن کې پولیسو له دې امله  نیولی ، چې دنشې په حالت کې یې خپل موټر له یوه بارداره موټر سره ټکر کړ ، دراپور له مخې کراکر  دواشنګټن په یوه څلور لاري باندې  موټر له خپل لاس څخه واړاوه او په یوه باروړونکي  موټر کې یې وواهه ، له ټکر وروسته نوموړی له سیمې وتښتید خو ډیر ژر دپولیسو لخوا ونیول شو ، کله چې دنوموړي طبي معاینات وشول ، دنوموړي په وینو کې دمخدره موادو  داستعمال علائم وموندل شول او څرګنده شوه چې نوموړي نشه کړې او بیا موټر ته کینستی  دی .

دا نه دي ویل شوي ، چې کراکر کوم ډول نشه یي مواد استعمال کړي وو ، خو عمومي باور دادی چې دامریکا دازادۍ نشان ګټونکي  دا امریکایي دیپلومات په افغانستان کې ددندې په مهال  یا له دندې  څخه له ایسته کیدو وروسته په نشه یي موادو معتاد شوی وي .

د رواني رنځپوهنې له مخې انسانان نشه له دې امله کوي ، ترڅو له واقعي دنیا څخه وتښتي او لږه شیبه په یوه دروغجنه خو له عیش او خیالاتو ډکه نړۍ کې خپل ذهن آسوده کړي ، همدا وجه ده چې له یوې مخې یوازې هغه کسان نشه کوي ، چې په واقعي ژوند کې ناکام وي ، داچې کراکر په خپل سیاسي ژوند کې له کابل پرته هرځای کامیاب بلل شوی ، معلومیږي چې نوموړی همدلته  له ناکامۍ څخه د دروغجنې تیښتې په پار مخدره توکو ته لاس اوږد کړی ، په افغانستان کې مخدره مواد چرسو او پوډرو ته ویل کیږي ، او معتاد هغه چا ته وایي چې همدا توکي استعمالوي ، ځکه نسوار او سګرټ اوس دکليوالو او ښاریانودمجلس  ملګری بلل کیږي چې قانونا جرم نه شمیرل  کیږي  ، شراب بیا ددیموکراسۍ اشراف دسګرټو په ځای استعمالوي چې نه یوازې  په دیموکراتیک نظام کې جرم نه دي بلکې دورځې موډ ګرځیدلي ، له همدې ځایه ویلی شو چې کراکر په چرسو یا هیرویینو باندې معتاد شوی دی ، دکراکر داعتیاد مسئلې ته په پام سره که پلټنې وشي شاید دکرزي دنظام دنورو کورنیو او بهرنیو چارواکو له جیبونو هم دچرسو تلي راوخیږي ، خپله دحامد کرزي په اړه هم داسې راپورونه شته چې یو وخت یې  ( ډک ) سګرټ واهه ، چې دا ډول اوازې دمسئلې عمق په ښه توګه رابرسیره کولی شي .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x