سویلي افریقا، نیوزیلینډ ته ماتې ورکولو سره د یوه ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږی ۵مه ۱۳۹۴ل): د نیوزیلینډ او سویلي افریقا لوبډلو تر منځ درییمه یوه ورځنۍ لوبه د سویلي افریقا په بریا پای ته ورسیده. سویلي افریقا دغې لوبې کې نیوزیلینډ ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سویلي افریقا لوبډلې وګټله او د توپ وهنې بریالۍ پریکړه يي وکړه. سویلي افریقا په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۳ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې ډي ویلییرز په ۴۸ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۴، وان وایک په ۱۰۰ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۸، هاشم امله په ۵۵ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۴۴ او بېهارډین په ۲۸ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره ويلر تر ټولو زیاتې ویکټې ترلاسه کړې. ویلر خپل ۱۰ اورونو کې ۷۱ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې. ایلیوټ دوه، مېلني یوه او بریسویل هم یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د نیوزیلینډ لوبډلې توپ اچوونکو ښه لوبه ونکړه او د ټاکل شوی هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل. نیوزیلینډ لوبډلې په ۴۹.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۱ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۶۲ منډو په توپیر وبایلله.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره لتم تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی شو. لتم په ۷۴ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۴ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لپاره وییس تر ټولو زیاتې ویکټې واخیستې. وییس خپل ۹ اورونو کې ۵۸ منډې ورکړې او درې ویکټې واخیستې. سټېن یوه، ربابا دوه، ایبټ یوه او طاهر هم دوه ویکټې واخیستې.

له دې وړاندې د دریو یوه ورځنیو لوبو لړۍ یوه لوبه سویلي افریقا او یوه لوبه نیوزیلینډ ګټلې چې د درییمې لوبې له ګټلو سره سویلي افریقا د یوه ورځنیو لوبو دغه لړۍ وګټله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د