افغانستان

د ترکمنستان ولسمشر د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا په موخه کابل ته را رسېدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د سياسي او اقتصادي اړيکو د پياوړتيا په موخه د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته را راسېدلی.

د ترکمنستان ولسمشر به د ګډ حکومت دواړو مشرانو او ګڼو نورو لوړپوو چارواکو سره د دوه اخيزو همکاريو په اړه خبرې اترې وکړي.

بردي محمدوف د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې ګاونډي افغانستان ته د ده سفر ډېر مهم دی او د دې سفر په ترڅ کې به افغانستان سره يو لړ تړونونه هم لاسليک کړي.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د ترکمن ولسمشر د سفر پخلی کړی او وایي، چې قربانقلي بردي محمدوف سفر د افغانستان او دوه اړخيزو اړيکو لپاره ډېر اړين دی او د دې سفر په ترڅ کې به يو شمېر تړونونه هم لاسليک شي.

کابل کې د ترکمن ولسمشر د راتلو په پلمه سخت امنيتي تدابير نيول شوي او امنيتي ځواکونه ځای پر ځای تالاشي کوي.
افغانستان د نورو ګاونډيانو په ګډون له ترکمنستانه برېښنا، تېل، غاز او ګڼ نور اړين توکي راواردوي.

ويل کيږي، چې ترکمن ولسمشر به ولسمشر اشرف غني سره د ټاپي پروژې په اړه هم خبرې اترې وکړي.

د ټاپي پروژې له مخې د ترکمنستان غاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته صادريږي او د افغاستان رول په کې ډېر مهم بلل کيږي.

د ټاپي پروژې د بريا په صورت کې افغانستان پراخې اقتصادي ګټې تر لاسه کولای شي.

د ترکمن ولسمشر له راتلو يوه ورځ وړاندې د افغانستان د غاليو د اتحاديې مشرانو ولسمشر اشرف غني سره وکتل او له چارواکو يې وغوښتل، چې له ترکمن پلاوي غوښتنه وکړي، چې د افغان- ترکمن د غاليو ګډ صنعتي بازار او ګډ نندارتون جوړ کړي او ترکمن غالۍ اوبدونکي بايد افغان غالۍ اوبدونکو سره مرستې وکړي.

د پېښو څارونکي وايي، چې کابل ته د ترکمن ولسمشر سفر ډېرې اقتصادي او سياسي لاسته راوړنې لري، مګر دا چې د ګډ حکومت چارواکي په خپلو کې سره همغږي نه دي او د هېواد چلولو لپاره ځانګړې پاليسي نه لري، چې له امله يې د هېواد داخلي امنيت او بهرنۍ اړيکې له سختو ننګونو سره مخ دي.

د څارونکو په اند، که د حکومتي چارواکو داخلي کشمکش همداسې روان وي، نو کورنی امنيت به ورځ تر بلې خرابيږي او چې کورنی امنيت خراب وي، بهرنۍ اړيکې به هم زيانمنې وي او دې سره هر ډول سياسي او اقتصادي اړيکې بې سوده ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x