تاريخ مهم دی! (۳)

لیکوال: لطف الله خیرخوا

په داسې يوه زماني مقطع کې ګونګ مزل کول، چې فعاليت په کې له عام مصلحت سره سمون نه خوري، د سترې تاريخي اشتباه او ستر تاريخي تور لامل کېدی شي. کله مزل ګونګ وي، مګر کله په داسې يوه مقابله کې سړی بې طرفي اظهار کړي، چې تاريخ يې د بښلو توان نه لري. د بښلو توان به يې ځکه نه وي، چې دی به په مقابله کې د يو طرف غړی وي.

همدا اوس چې کوم خلک د امريکايانو په مشرۍ د نړيوال يرغل پر وړاندې ځان بې طرفه ښيي، نه پوهېږو ځان د تاريخ هنداره کې څنګه ويني؟ دوی که نن ځان په دې استدلال خلاصوي، چې ګوندې اسلامي لوری څه مېتوديکه ستونزه لري، خو سبا به تاريخ دا ستونزه له ياده باسي، ځکه چې اسلامي لوری سره له خپلو غلطيو د نړيوال يرغل پر ضد خپل مطلوب کار ته په لومړۍ درجه حاضر دی او تاريخ به دا ګوتنيوونکي په هغه تورن لېست کې ياد کړي، چې ممکن کوم غيرتي لمسی يې په نسب هم وشرميږي!

که د زړه خبره دليل وی، ما به په خپله خبره قسم کړی وی، چې د روانې معرکې بې طرفه مسلمانان د کفر تلې ته کاڼي اچوي. دغه بې طرفان که دومره فکر وکړي، چې قطع نظر له طرفينو دا جګړه به کومو ارزښتونو نښتې، سمدستي به نتيجې ته ورسيږي، خو دا د کفر پر وړاندې معتدله(رواني پرځېدلې) ډله د خپل منهج پلي کولو کې دومره افراطي ده، چې تجديدِ نظر هم ورته انحراف ښکاري.

همدغه ډول خلک پخوا هم تېر شوي. تاريخ ورسره حساب کوي. دوی به څه دلايل هم لري، خو نن يې هغه دلايل له توره نه شي خلاصولی. محمد بن عبدالوهاب رحمه الله د اسلامي دعوت لوی شخصيت دی. که د د عوت زورور حرکت يې د تاريخ پرېکنده ګوزارونه نرم نه کړي، نن به خلکو د ده نوم شرم ګاڼه.

نوموړی په اتلسمه ميلادي پېړۍ کې تېر شوی. دا پېړۍ د عثماني خلافت پر خلاف د کفر د دسيسو طوفاني هغه وه. عثماني خلافت چې دا مهال کفر سره د امت د برخليک جګړو کې ښکېل و، داسې مسلمانان يې هم ولرل، چې د محمد بن عبدالوهاب په دعوت يې له محمدبن سعود سره بيعت وکړ.

محمدبن عبدالوهاب داسې مهال د مسلمانانو عام مصلحت شاته وغورځاوه، چې نن يې هيڅ دليل د دې تغافل جبران نه شي کولی. داسې اسناد ډېر شته، چې د نوموړي دعوت توجيه کوي، مګر د انګرېزانو د تقسيم په جريان کې له عثماني خلافته د ده استقلال طلبه بيعت ډېر ککړ تاريخي چاپېريال ته غورځي. دغه شخصيت په هر حال تورن دی.

تورن معنا دا نه ده، چې ده به خامخا جرم کړی وي، خو د يو مخور او درانه انسان لپاره مازې تورنېدل هم د جرم له عذابه کم نه دي.

محمدبن عبدالوهاب کېدی شي د خپل منهج برابر د يوه مناسب بديل کوښښ او هيله کړې وي، خو دا چې زيار يې په داسې سياق کې تاريخ ته په ګوتو ورغی، چې د دوه امتونو برخليک يې ټاکه او پای د ده زيار په کې د دښمن تبر ته لاستی شو، اوس يې عذرونه هم نه شي سپينولی.

ستونزه دا وه، چې ده ټولنيزه اصلاح پيل کړه او کرار کرار يې د عثماني خلافت څنډه کې د يوه ملک الطائفه قبيلوي امير محمدبن سعود غاړه ونيوه. بن سعود دومره له اسلامه نا خبره و، چې په ده يې د هغو ټيکسونو منلو شرط کېښود، چې پر عوامو يې ايښي وو. حقيقت دا دی، چې ده ورسره دا ونه مانه، خو د هغه خلافت اصلاح يې هم نه غوښته، چې اميران يې علماء، غازيان او زاهدان وو. د هغه خلافت اصلاح يې پرېښووله، چې له هر قومي رنګه پاک په کې يوازې دوه تابعيته چلېدل. مسلمان او کافر. د هغه خلافت اصلاح يې خپله دنده ونه ګڼله چې په کې د پياده مسلمان پر لار سپاره کافر ته د تګ اجازه نه وه. د هغه خلافت اصلاح ته يې زړه نه و، چې د يو مسلمان حق پسې يې په لکونو لښکرې استولې.

ده د هغه دولت بنسټ کېښود، چې نن فلسطين په ډېره وړيا بڼه دښمن ته پرېږدي، مګر هغه خلافت سره يې ځان بې تړاوه وښود، چې د ټنونو سرو زرو مقابل کې يې يهودو ته په فلسطين کې د استوګنې اجازه نه ورکوله.

که ده او د ده په څېر علماء کرامو د نوموړي خلافت ملا تړلې وی، شونې وه نن به هغه مزارونه هم نه وی، چې خلکو ترې د خير وشر تمه کوله او د «سايکس بيکو» وضعي جغرافيه به هم چا د شريعت احکامو سره نه برابروله. نن به د هغو بدعاتو او خرافاتو مخه هم بنده وه او د طواغيتو بنده ګي به هم چا نه کوله. نن به د عربانو د فوقيت خبره هم حل وه او د الله جل جلاله صفت «حاکميت» به هم چا خلکو ته نه ثابتاوه.

همدغه حال زموږ د اوسنيو خلکو دی، چې په اوسنۍ معرکه کې د اسلامي جهت اصلاح څه، چې د هغه اسلامي موقف تاييد هم نه کوي، بلکې د کفر غېږه کې ځان ته د خپل منهج لپاره برابر چاپېريال لټوي!!

هغه خلک هم دې کې راتلی شي، چې د اسلامي جهت د تقسيم او پاشلو سياق کې د اول او دوهم حقدار امير خبره په مخالفانه انداز مطرحوي. تاريخ مهم دی!

نور بيا…

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افضل خان
میلمه

زبردست، کامياب اوسې، بدخواهان دې شرمنده اوسه

حنيف
میلمه
حنيف

دمحمد بن عبد الوهاب مذهب یا حرکت خو یو سیاسي مذهب یا حرکت وه (نه دینی مذهب یا حرکت) چی دانګریزانو په مرسته دخپل غلام محمد بن سعود او دهغه دځوی عبد العزيز په وخت کی ترې سیاسي اعمال واخیستل شول، چې عثماني اسلامي خلافت ورباندي وځپي او دمسلمانانو په منځ كې داخلي مذهبي جنګونه شرو كړي, دا په داسې طريقه چې محمد بن عبد الوهاب او اتباع يي پوه نشول چې دوی بل څوك استعمالوي, ددوي نيتونه صفا ول, خو ددوي داعمالو دلاسه دمسلمانانو په منځ كې مذهبي اختلافات او دفتنو اورونه بل شول چې تر اوسه لا بل… نور لوستل »