افغانستان

یوه بله صحرايي محکمه؛ ملي اردو یو لاروی د طالب په تور وژني – ويډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه ۱۳۹۴ل): په یوې تازه خپره شوې ویډيو کې د ملي اردو عسکر د خپلې یوې پوستې تر څنګ یو لاروی د طالب په تور وژني.

دغه ويډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او نن ټکی اسیا ترلاسه کړې، په کې د ملي اردو عسکر د خپلې پوستې تر څنګ یو لاروی د طالب په تور وژني.

ویل کیږي چې د ملي اردو لخوا دغه کس د پلازمېنې کابل په ګاونډي ولایت لوګر کې وژل شوی دی.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې دوه عسکر چې له یوه سره توپک او بل سره پيکا وي، په یوه کس چې ولسي جامې يې اغوستي، لرې درولی وي او وروسته یې ضربه ډزو وولي او تر ډزور وروسته د ناموسي ښکنځلو غږ اوریدل کیږي.

ویډیو کې همدا راز لیدل کیږي چې ددغه لاروي د وژلو نندارې ته د ملي اردو ډیری عسکر راټول وي.

د دغه کس تر وژلو وروسته یو عسکر افتخارا وايي چې دوه سوه ډزه يې وویشتلو. «ریکاډنګ وشو، نفر مو له منځه ویوړلو. دا طالب و، موږ نیولی و، امر راته وشو له دې خوا، پیکا مې ورته ونیولو، دوه سوه ډزه مې وویشتو، کیسه مې ورته خلاصه کړه».

تر دې وړاندې د زمري په ۳۱مه نن ټکی اسیا یو تازه ویډیو کلیپ خپور کړ چې په کې ښکاري د ملي اردو سرتیري په زابل ولایت کې یو ځوان شپونکی نیسي او له نیولو سره سم یې په صحرايي محکمه کې د ټوپکو په غبرګو ضربو وژني.

دفاع وزارت او نورو بشري حقونو ارګانونو د نن ټکی اسیا لخوا د بشري حقونو د نقض ویډيو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

نن ټکی اسیا د بشري حقونو د نقض دغه سند بې له سانسوره خپروي او له ټولو هغو کسانو چې د زړه یا په نورو دې ورته ناروغیو اخته دي، هیله کوي چې ویډيو ونه ګوري.

https://www.youtube.com/watch?v=xVIbY3Ht9y0

یوه بله صحرايي محکمه؛ ملي اردو یو لاروی د طالب په تور وژني – ويډیویوه بله صحرايي محکمه؛ ملي اردو یو لاروی د طالب په تور وژني – ويډیونن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه ۱۳۹۴ل): په یوې تازه خپره شوې ویډيو کې د ملي اردو عسکر د خپلې یوې پوستې تر څنګ یو لاروی د طالب په تور وژني.دغه ويډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او نن ټکی اسیا ترلاسه کړې، په کې د ملي اردو عسکر د خپلې پوستې تر څنګ یو لاروی د طالب په تور وژني.ویل کیږي چې د ملي اردو لخوا دغه کس د پلازمېنې کابل په ګاونډي ولایت لوګر کې وژل شوی دی.په ویډیو کې لیدل کیږي چې دوه عسکر چې له یوه سره توپک او بل سره پيکا وي، په یوه کس چې ولسي جامې يې اغوستي، لرې درولی وي او وروسته یې ضربه ډزو وولي او تر ډزور وروسته د ناموسي ښکنځلو غږ اوریدل کیږي.ویډیو کې همدا راز لیدل کیږي چې ددغه لاروي د وژلو نندارې ته د ملي اردو ډیری عسکر راټول وي.د دغه کس تر وژلو وروسته یو عسکر افتخارا وايي چې دوه سوه ډزه يې وویشتلو. «ریکاډنګ وشو، نفر مو له منځه ویوړلو. دا طالب و، موږ نیولی و، امر راته وشو له دې خوا، پیکا مې ورته ونیولو، دوه سوه ډزه مې وویشتو، کیسه مې ورته خلاصه کړه».تر دې وړاندې د زمري په ۳۱مه نن ټکی اسیا یو تازه ویډیو کلیپ خپور کړ چې په کې ښکاري د ملي اردو سرتیري په زابل ولایت کې یو ځوان شپونکی نیسي او له نیولو سره سم یې په صحرايي محکمه کې د ټوپکو په غبرګو ضربو وژني.دفاع وزارت او نورو بشري حقونو ارګانونو د نن ټکی اسیا لخوا د بشري حقونو د نقض ویډيو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.نن ټکی اسیا د بشري حقونو د نقض دغه سند بې له سانسوره خپروي او له ټولو هغو کسانو چې د زړه یا په نورو دې ورته ناروغیو اخته دي، هیله کوي چې ویډيو ونه ګوري.

Posted by nunn.asia on Thursday, August 27, 2015

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

لعنت دي په هغي مور یی چی دي حرامونو ته یی شيدي ورکري دي.

دا سلسله وار وحشت په تیره بیا عکاسي یی تصادفی نه بلکه سازماندهي پلان له مخی انجام مومي تر سو د سولي نوم د تل لپاره زمونژ له هيواد سخه رخصت واخلي تول ملت به په اور کی سوزي او مزي او چرچي به پکي د محدود و جنايتکارانو خوندي وی .

طالب جانه اوس ستا خوشه چی دا حرام زاده عسکر بیا خوشی کوی که نه?

عمری کاروان

دامریکا روزل شوی سپی دی دوی نه بل سه تمه کیدایی شی
دامریکا دگتو په خاطر به خپل ملت زوره وی
د دنیا بی غیرته او بی ویجدانه خلگ همدا بیناموس اور دو ده
خیرلژ وخت مو پاته دی دطالب جان گزار به دی اجل شی بیغم به درنه وطن شی
انشاءاللہ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x