افغانستان

نورستانی: د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون موږ ته بې مانا دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): ټاکل شوې ده، چې څو ورځې وروسته د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون له لوري د ټاکنیزو بدلونونو لپاره طرحه وړاندې شي، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې دوی ته د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون پرېکړه کومه مانا نه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستانی وايي چې دوی پخپله هڅه کړې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون د سمون لپاره طرحې جوړې کړې او جکومت ته يې نږدې میاشت وړاندې سپارلې دي.

د نوموړي په خبره د دوی په طرحو کې د ظرفیتونو لوړلو، په درغلیو تورونو کسانو په لیست کې شاملول، د مرکز او څارونکو تر منځ د همغږۍ او د فورمو د ساده توب اړوند مسایل مطرح شوي دي، نو په وینا يې حکومت باید د دوی دغه طرحې عملي کړي.

نورستانی د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون له لوري برابره شوې طرحه نه مني او په وينا يې په دې کمیسیونو کې ټاکل شوي کمینشران د وخت د جمهور رییس له خوا د شپږو کلونو لپاره ټاکل شوي چې هیڅوک يې د لرې کولو صلاحیت نه لري، خو د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په طرحه کې د ځینو کمیشنرانو د لرې کولو وړاندیزونه هم شوي دي، چې یوسف نورستانی يې «قانون تر پښو لاندې کول» بولي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د رڼو ټاکنو د بنسټ مشر هم د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون بې طرفه ونه باله، د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده په قول په کمیسیون کې ټاکل شوي کسان بې طرفه نه دي خو په خبره يې د ټاکنیزو کمیسیونونو له سمون پرته بله لاره هم نه لرو.

د ټاکنیزو اصلاحاتو پنځلس کسیز کمیسیون چې د ګډحکومت له پیل څو ورځې وروسته د شکريې بارکزۍ پر مشرۍ جوړ شو، د اجرايوي ریاست د مخالفت له امله يې جاندان سپین غر د شکريې بارکزۍ پر ځای مشر وټاکل شو.

دې کمیسیون دنده درلوده، چې په څلورو میاشتو کې باید د ټاکنو د دواړو کمیسیونونو اړوند مناسب بدلونونه راولي، خو دوی د خپلې کاري مودې په وروستۍ اوونۍ کې د کار د پیل خبر ورکړ.

اجرايوي ریاست چې د جمهوري ریاست پر وړاندې ډېر وخت مخالف دریځی پاتې شوی دی، پر دې ټینګار کوي چې که د ټاکنو په خپلواک کمیسیون او د شکایتونو اورېدو کمیسیون کې بدلون را نه وستل شي دوی به ته راتلونکې پارلماني ټاکنې بې مانا وي.

وړاندې تر دې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون منشي وږمې فروغ ویلي و، چې د بې کارۍ او د ګډ حکومت د مشرانو د فرمایشونو له امله د دې کمیسیون په غړیتوب پښېمانه ده.

دغه کمیسیون چې مشر يې جاندان سپین غر، صدیق الله توحيدي يې مرستیال، شاه سلطان عاکفي او وږمه فروغ يې منشاین ټاکل شوي دي، پنځلس غړي لري چې د وري د میاشتې په لومړیو جوړ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x