افغانستان

پر بهرنیانو د چاودني وروسته د ملي اردو عسکرو په ډزو کې دوه تنه نور بهرني سرتیري وژل شوي

anp with burning nato whicleنن ټکی آسیا: د ملي اردو عسکر دوه تنه نور بهرني سرتیري وژلي دي.

په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي نن د افغانستان په ختیځ کې دوه تنه بهرني سرتیري هغه وخت ووژل شول کله چي د ملي اردو عسکر پر هغوی مخامخ ډزي وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چی د ملي اردو عسکر هم په جوابي ډزو کي وژل شوی.

باید وویل شي چي ددې سلسلې وروستۍ پيښه د اختر په ورځ د کندهار ولایت په بولدک کې را منځته شوې وه، چي له کبله یې یو تن بهرنی عسکر وژل شوی وو.

د ایساف ویاند ویلي چي د روان کال له پیل نه دیرش ځله ورته بریدونه شوي، چي له کبله یې تر اوسه 42 تنه بهرنیان وژل شوي دي، چي په هغو کې 10 سلنه حملې په مستقیم ډول د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو د یونیفارم څخه په استفادې سره ترسره شوي، او 15 سلنه بریدونه د طالبانو له نفوذي عسکرو له خوا ترسره شوي.

د ایساف ویاند جنرال کتز ویلي چي دا ستونزه جدي او خواشینونکې ده، چي په اړه یې باید د ایساف په ګډون افغان ځواکونه او حکومت په ګده مرسته وکړي تر څو یې مخه ونیول شي.

نومړي وویل چي ننی برید دافغانستان په ختیځ کې د لغمان په ولایت کې ترسره شوی چي له کبله یې دوه تنه بهرني سرتیري ووژل شول، او یو شمېر نور ټپيان شول.
ایساف خپل د ټپي شویو عسکرو شمېر د مطبوعاتو سره نه شریکه وي.

د پيښي د څرنګوالي په اړه ویل شوي چي نن د لغمان ولایت د علینګار په ولسوالۍ کې د بهرنیانو پر یوه موټر ماین وچاودېد، چي له کبله یې کیدای سي ځاني زیان هم اوښتې وي، خو ایساف یې نه مني، د پيښي وروسته بهرنیانو سړک بند کړ.
ویل کیږي کله چي د ملي اردو عسکر په یو موټر کې پر دې لار راغلل، نو بهرنیو ځواکونو هغوی ته هم لاره نه ورکول او د هغوی مخه یې ونیول، چي له همدې امله یوه تن افغاني عسکر پر بهرنیانو ډزي وکړي او دوه تنه یې ځای پر ځای ووژل، او یو شمېر یې نور ټپیان کړل.
ددې پيښي جزئیات د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک د رسنیو سره شریک کړي، او زیاته کړې چي بریدګر عسکر د کونړ ولایت وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چي ددوی مجاهدینو د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ په (ادارا) سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان چاودنه تر سره کړل، چي له کبله یې پنځه تنه بهرني عسکر ووژل شول.
نومړي زیاته کړې چي ددې چاودني وروسته د ملي اردو عسکرو پر بهرنیو سرتیرو ډزي پیل کړي چي له امله یې شپږ تنه نور بهرني عسکر ووژل شول، او هم د افغان ملي اردو دوه تنه سرتیري ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x