افغانستان

لغمان: دولت شاه کې د شپې پیل شوې جګړه لا هم روانه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره شپه ناوخته جګړه پیل شوې چې لا هم روانه ده.

د دولت شاه ولسوالۍ د چنډال اوسېدونکي وايي چې طالبانو نن شپه ناوخته د دوی په کلي کې د اربکیانو پر پوستو بريدونه پیل کړل، چې د سهار تر لسو بجو يې سیمه له اربکيانو پاکه کړه.

وسله والو طالبانو هم د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي چې په چنډال سیمه کې يې د اربکيانو پنځه پوستې له منځه وړي او دم ګړۍ سیمه د دوی په واک کې ده.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې جګړه چنډال ته څېرمه په مورا سیمه کې روانه ده،چې په وينا يې «دښمن» يې تېښتې اړ کړی دی.

د چنډال اوسېدونکي وايي چې د جګړې په ډګر کې د څلورو اربکيانو جسدونه پراته دي، ښايي نور له سیمې تښتېدلي وي.

د لغمان دولتي سرچينو د دې جګړې په اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې د لغمان ځايي چارواکو د چنډال پوستې د دولت شاه د امنیت لپاره مهمې بللې وي.

یاده دې وي طالبان په داسې حال کې په ختیځ لغمان کې دغه سیمه نیسي، چې تېره ورځ يې د هلمند مهمه ولسوالي موسی کلا هم له دولتي ځواکونو تر ګوتو کړه، چې د پوځي کارپوهانو په وینا د دې ولسوالي نیول د شمالي هلمند د سقوط په مانا دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x