ابراهم ډي ویلییرز یو بل نړیوال ریکاډ په خپل نوم ثبت کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږی ۵مه ۱۳۹۴ل): د سویلي افریقا د کرکټ لوبډلې لوبډل مشر او پيژندل شوی توپ وهوونکی ابراهم ډي ویلییرز د کرکټ د تاریخ تر ټولو چټکې ۸۰۰۰ منډې جوړولو سره د هندوستان لوبغاړی ګنګولی ریکاډ مات کړ.

۳۱ کلن ډي ویلییرز د نیوزیلینډ په خلاف تیرې ورځې درييمې یوه ورځنۍ لوبې کې ۶۴ منډو جوړولو سره خپل ۸۰۰۰ منډې پوره او دغه ریکاډ يي په خپل نوم ثبت کړ.

تیره ورځ ډي ویلییرز د نیوزیلینډ په خلاف لوبې کې په ۴۸ توپونو ۶۴ منډې جوړې کړې چې له دې سره په یوه ورځنۍ لوبو کې يي د منډو شمیر ۸۰۴۵ منډو ته ورسید.

له دې وړاندې د هندوستان پیاوړی توپ وهوونکی سارو ګنګولي په ۲۰۰ لوبو کې ۸۰۰ منډو جوړولو سره لومړی مقام خپل کړی و چې له هغې وروسته سچن ټنډولکر په ۲۱۰ یوه ورځنیو لوبو کې ۸۰۰۰ منډو جوړولو سره دوهم مقام درلود.

د ویسټ انډیز پخوانی پیاوړی او پیژندل شوی لوبډل مشر براین لارا په ۲۱۱ او د هندوستان لوبډل مشر مهیندرا سینګ دوني بیاه په ۲۱۴ لوبو کې ۸۰۰۰ منډې جوړې کړې وې.

ډي ویلییرز چې د سویلي افریقا د لوبډلې لوبډل مشر دی تر دې دمه خپلې ملي لوبډلې ته ۱۹۰ یوه ورځنۍ لوبې کړي چې په دغو لوبو کې يي ۸۰۴۵ منډې جوړې کړي.

په یوه لوبه کې د ډي ویلییرز تر ټولو زیاتې منډې ۱۶۲ دي چې د لوبې تر پایه ناسوځیدلی هم پاتې شوی. نوموړی په یوه ورځنیو لوبو کې ۲۱ سلیزې او ۳۵ نیمه سلیزي وهلي.

په یوه ورځنیو سیالیو کې د نوموړی د منډو اوسط د ۸۷۳ څلوریزو او ۱۸۴ شپږیزو په مرسته ۵۲.۰۹ منډې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د