افغانستان

ولسي جرګه: د موسی کلا سقوط، هلمند سقوط کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو د هلمند مهمه ولسوالۍ موسی کلا ونیوله، په دولتي کچه يې ډول – ډول غبرګونونه له ځان سره لرل.

دغه ولسوالي چې له نږدې يوې اوونۍ جګړې وروسته پرون – چهارشنبه – د طالبانو لاس ته ولوېده، پکې لسګونو دولتي عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

ولسي جرګه وايي چې که يې دولت په بېرته نیولو کې بې وسه شو، نو د دې ولسوالۍ سقوط د ټول هلمند د سقوط پیل بلل کېږي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی او د دې جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده وايي چې دولتي عسکر د طالبانو پر وړاندې بې وسه او وروسته تسلیم شول.

هغه ازادي راډیو ته د هلمند دغه جګړه په تېره یوه نیمه لسیزه کې سخته جګړه یاده کړه، خو پر دې يې خواشيني وښوده چې له لسګونو محاصره عسکرو سره مرکزي دولت هیڅ مرسته ونه کړه.

وسله والو طالبانو په دې جګړه کې د ۴۰ تنو عسکرو د وژل کېدو او د امنیه قومندان په ګډون د ۵۰ نورو د ټپی کېدو خبر ورکړی دی، خو خواله رسنیو کې د موسی کلا د پوځي مسوولینو مخابروي غږیز کليپونه ښيي چې شمېر تر دې هم څو چنده لوړ دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د عسکرو مړي د جګړې تر پایه په ساحه کې پراته و، چې ورته څرګندونې په غږیزو کليپونو کې هم ښکاري، دې غږیزو کلیپونو کې له ولسوالۍ نه اړیکه شوی کس له ولایتي پوځي مسوولینو سره په خبرو کې وايي چې د میرویس پوستې مخې ته تر لسو ډېر «شهیدان» پراته دي، چې د ده په خبره وراسته شوي دي، خو د راوړلو لپاره يې لاره نشته.

وسله والو طالبانو په دې جګړه کې د ګڼو مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی، نن ټکی اسیا ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې طالبان لیکي: «په دې جګړه کې له دښمن څخه ۱۶ ټانګونه اوشوبلې ، ۱۳ رینجرموټر، ۱۰ غټ اکمالاتي کمازموټر ۳۵۰ میله سپکې اودرنې وسلې ، ۵۰۰ دراکټ مرمۍ ، ۴۰۰ دسپجنین توپ مرمۍ ، ۵۰۰ دوسط هاوان مرمۍ ، ۱۰۰ د ډي سي توپ مرمۍ ، ۸۰۰ صندوقه دثقیل ، کلاشنکوف ، دهشکي ، زیکویک دامریکاي ټوپکونو مرمۍ اونورډول ډول مهمات غنیمت کړل.»

په دې خونړۍ جګړه کې طالبان د خپلو پنځو ملګرو د وژل کېدو او یوولسو نورو د ټپي کېدو مني.

د شنونکو په باور د طالبانو له لوري د شمالي هلمند د دې مهمې ولسوالي نیول د دولتي سرچينو پر خلاف د دوی قوت او یووالی په ډاګه کوي.

کابل مېشتی لیکوال او شناند نظر محمد مطمئن ورته نظر لري او په وينا يې د طالبانو پوځي پرمختګونه به د دوی د وېش هڅې ناکامي کړي: «اوس چې طالبانو نظامي پرمختګ کوي، او د القاعدې مشر ایمن الظواهري له ملااخترمحمد منصور سره بیعت کړي، فکر کيږي چې سیاسي مخالفتونه به هم تر سیوري لاندي راولي، او دطالبانود وېش هڅې به هم یو ډول له ناکامي سره مخ شي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعلى

زنده بادا سلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x