افغانستان

کابل: د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان پرېږدي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا متحده ایالاتو نن په کابل کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د امنیتي وضعیت د «ډېرې خرابۍ» له امله دې د دې هېواد پر پرېښود غور وکړي.

د امریکا سفارت نن په کابل کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان د دغه هېواد اتباعو ته «حساس» ځای ګڼلی: «په افغانستان کې امنیتي وضعیت ډېر بې ثباته دی او د امریکا ټولو اتباعو ته ګواښ لا هم حساس دی».

د امریکا سفارت داسې مهال افغانستان خپلو اتباعو ته «حساس» ځای ګڼي، چې پرون په هلمند ولایت کې د افغان ملي اردو یوه سرتېري دوه امریکايي ځواکونه ووژل. امریکایانو او افغان حکومت تر دې دمه د برید لامل او د څېړنو پایلې نه دي په ډاګه کړي.

د امریکا سفارت په خپله خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې طالبان به د اګست میاشتې په پاتې ورځو کې د «ناڅرګندو امریکايي اتباعو» پر ضد حملې کوي. خبرپاڼه لیکي: «د حمله کوونکو، هدف، وخت، ځای او د حملې ډول په اړه نور معلومات نه شته».

امریکایان داسې مهال خپلو اتباعو ته لارښوونه کوي چې افغانستان پرېږدي چې طالبانو په هلمند کې د موسی کلا ستراتیژيکه ولسوالۍ نیولې ده. د نظامي شنونکو په باور د موسی کلا نیول د هلمند سقوط ته لار اواروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
haqmalasmatullah

alhamdullah mashallah

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x