افغانستان

د کندهار امنیه قومندان رازق په مرګونې چاودنه کې ټپي شوی

کومندان رازق په چاودنه کي ټپي شونن ټکی آسیا: د کندهار ولایت څخه وروستي راپورونه وايي چي نن ماسختن ناوخته د کندهار په ښار کې د کومندان رازق پر موټر درنده چاودنه شوې چي له کبله یې نومړی ټپي شوی.

ویل کیږي چي د کابل دو راهي ته نیژدې د کندهار او بولدک پر غزیدلي سرک دا چاودنه را منځته شوې.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل رسنیو ته وویل چي پر کومندان رازق چاودنه د یوه ټانکر په واسطه چي په چاودېدونکو توکو بار وو، تر سره شول.

او زیاته کړې چي چاودنه دومره درنده وه چي له امله یې شاوخوا کورونو او دکانونو ته هم زیان رسیدلی، او له همدې امله دوه تنه مړه او شپارس نور ټپيان شوي دي.

کومندان رازق د چاودني وروسته د کندهار هوايي ډګر ته د درملني لپاره وړل شوی دی، او تر اوسه یې د روغتيا په اړه نور معلومات نشته.

د کندهار یو تن اوسیدونکي او عیني شاهد ویلي چي چاودنه دومره درنده وه چي له کبله یې ټول ښار ولړزید او خلک یې له خوبه را بیدار کړل.

ګمان کیږي چي دا برید به د طالبانو له خوا تر سره شوی وي، خو تر اوسه طالبانو په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x