افغانستان

د دوستم ملېشه، سرپل ته د «عملياتو» په پلمه تللې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، په فارياب کې له نږدې میاشتني عملیاتو وروسته له خپلې ملېشې، اربکيانو او ګڼو امنیتي ځواکونو سره سرپل ولایت ته خوځيدلی.

عبدالرشید دوستم وايي چې په سرپل کې يې پر طالبانو د تسلیمۍ غږ کړی، که يې ځواب مثبت وانه ورید، جګړه به پیل کړي.

دوستم چې په فارياب کې زرګونه کورنۍ کډوالې، سلګونه کورونه لوټ او ګڼ شمېر ولسي وګړي ووژل او نور يې زندانیان کړل، په سرپل کې هم د ورته کړنو نیت لري.

هغه نه دي ويلي چې په فارياب کې کومې سیمې د طالبانو له موجودیته پاکې کړي او په خپلو میاشتنیو عملیاتو کې څومره بریالی دی، خو ویلي يې دي چې دی به د خپلې ملېشې په زور د سرپل کوهستانات ولسوالۍ بېرته ونیسي.

دغه ولسوالۍ څه موده وړاندې طالبانو د دویم ځل لپاره تر واک لاندې کړه او دولتي ځواکونه يې تېښتې ته اړ کړل.

دوستم چې له عطامحمد نورسره له ګډې ملېشې وروسته يې د زمري د میاشتې په لومړیو کې په شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د الماس په نوم عملیات پیل کړل، پکې زرګونه کورنۍ کډوالې او سلګونه کورونه لوټ شول.

د فارياب، د المار، قیصار او پښتونکوټ اوسېدونکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دوستم ملېشو او ځايي اربکيانو يې هر څه ورنه لوټ کړي دي.

د دوی په خبره ولسمشر ته يې د دوستم د کړنو شکایت لیک هم لېږلی، خو تر اوسه يې هیڅ غبرګون نه دی ښوودلی.

ګډ حکومت تر اوسه د خپل لومړي مرستیال چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې موجود دی، په اړه چوپه خوله دی، د شنونکو په باور په ارګ کې دواړه ریاستونه د دوستم له مهار کولو عاجز دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ولی خان

د طا لبا نو عو ندی ظالمو خلکو ته همداسی نفر پکار دی، ځکه طا لب نه دین پیژنی، نه غیرت پیژنی ، نه ملت پیژنی . تل ورته پښتنو ډوډی ځای، پناه ، قربا نی ورکړی خو همدوی ددی خوار ولس دځورولو لپاره څه ونه کړل . ته راته دقندهار په خا کریز کی ، عورک، میوند خا نشین او همداسی هلمند، روزګان ، زایل کی یو مکتب ولسوالیو کی وښایه چی معلم ورته ځی بو په نوم مکتب دی چی دمعا رف مدیر او طا لب یی سره پیسی ویشی ، به ننګرهار کی یو څه حا لت… نور لوستل »

مولوی دیوبندي

له طالب سره به هغه څوک دښمني کوي چي یائي پلارنوي معلوم یاهم دغرب اویهودواجنټ وي

محمدعالم

ولی خانه ته فه کوم دلیل وایی چی طالبان نه دین پیژنی، نه غیرت پیژنی ، نه ملت پیژنی . امریکا او ملگرویی فه افغانستان تجاوز کری دی که ته مسلمان وسی خو باید فو وسی چی جهاد فرض عین دی او طالبان تقریباً فه خالی لاس ورسره جهاد کوی نو مالومه ده چی دین پیژنی. که د کوم کشور پر خاوری باندی سوک تیری وکری هغه که مسلمان وی که نوی له غیرت له وجه د خپل خاوری له دفاع کول لپاره خپل سر قربانوی کوم کار چی اوس طالبان کوی نو مالومه ده چی طالبان غیرت لری. اوس… نور لوستل »

pattang

یاره ولي خانه داسې اپلتې دي ويشتلې دي لکه د کمکي مسکو استازی ! وروره په لوګر کې طالبان دمکتبونو تعلیمي نصاب ګوري اوتر ادارې لاندې یې دی خو مکتبونوته هيڅ کوم زيان نه رسوي بلکې معلمين مجبوروي چې په مکتب کې تل په رسمي وخت کې حاضري ورکړي ! داستا خبرې د فاسد دولت يوه دسيسه ده چې مکتب وران کړي او ملکي اشخاص ووژني او په طالبانو یې وتپي چې له یوې خوا طالب بدنامه کړي او له بلې خوا د cia نه دالر پرې واخلي ! بیله جنګه دغه فاسدین خپله روزي له کومه کړي دوی خو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x