پاکستان: محکمې د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني د نیولو حکم صادر کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د فساد د مخنیوي مرکزي محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني او د پاکستان د خلګو د ګوند د یو بل مهم غړي او پخواني وزیر امین فهیم د نیولو حکم صادر کړی.

پاکستاني محکمې تر هغه وروسته د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او یو بل لوړ پوړي چارواکي امین فهیم د نیولو حکم صادر کړ، چې د پاکستان د مرکزي څېړنیزې ادارې له لوري د دوی پر ضد د فساد دولس قضیې محکمې ته وړاندې شوې.

ګیلاني او د نوموړي دحکومت پر مهال د سوداګرۍ وزیر امین فهیم باندې تور دی چې ۵۰۰ ملیونه پاکستاني روپۍ یې بېځایه کړي.

د محکمي له لوري د پاکستان د پخواني لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني او د پاکستان د خلګو ګوند د یو مهم غړي امین فهیم د نیولو حکم په داسي وخت کي صادريږي چې تیره ورځ په کراچۍ کې د پاکستان د خلکو د ګوند مشر او د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري نېږدې ملګری او ځانګړی ډاکتر عاصم حسین د نیمه پوځي ځواکونو لخوا ونیول شوي او نامعلوم لوري ته ولېږدول شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د