افغانستان

جهادي ډلو د نوي خوځښت بنسټ کېښود

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): نن په کابل کې د تېر جهاد مشهورو قومندانانو او د اسلامي ډلو مشرانو د « د جهادي ډلو ملي شورا» په نامه د نوي حرکت پرانست غونډه وکړه.

په دې غونډه کې چې پخواني جهادي مشران او د دوی اوسني لارويان شریکوال و، د دې خوځښت فعالول لویه لاسته راوړنه وبلل شوه.

پخواني جهادي مشر او د حامد کرزي د حکومت برخه وال صبغت الله مجددي د دې خوځښت پر پرانسته خوښي وښوده او ويې ويل چې دوی په هېواد کې د حالت د ښه کېدو او د حکومتي چارو د څارنې په موخه دغه ګډه هڅه پیل کړه.

د مجددي په وينا دوی به د حکومت د هر مثبت ګام پلوي واوسي خو د منفي کړنو پر وړاندې به يې نيوکه وکړي او غبرګون به وښيي.

د حامد کرزي مرستیال او د پخواني جهادي شریکوال کريم خلیلي هم دغه حرکت نېک ګام وباله او ويې ويل چې دوی به کله هم په پوځي چارو کې لاس ونه وهي، او په وينا يې په بحراني حالت کې به د امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه همکار وي.

په ورته توګه په ښې حکومتدارۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا‌ء مسعود هم وویل چې له ټولو قومي تعصبونو پرته د یو « پراخ سیاسي ګوند » د فعالولو نیت لري.

د شنونکو په باور د جهادیانو له لوري دا ډول ګډ حرکت ښايي د ګډ حکومت پر وړاندې قوي اپوزیسون واوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

فخواني جهادي دلي نوري مطرح نه دي زكه جه دوي اولسي محبوبيت له لاسه وركري دي دافغانستان فه اشغال كي له امريكايانوسره همكاره فاتي شوي دي فه امريكايانو دافغانستان دفروش قباله همدوي امضاكره دوي هر هغه سه كوي جه ددوي شخصي سياسي اقتصادي فايدي فكي وي دوي دخفلو شخصي اهدافو دترلاسه كولو لفاره هر سه كولو ته تياردي نه داولس فروالري نه داسلام اونه دافغانستان دتاريخ له دوي نه دخدمت توقع كول خفله يو لوي جرم دي

بلاغ

پخواني شرمیدلي څرنګه نه شرمیږي چې خوځښت کوی دوی ته هیڅوک اهمیت نه ورکوی ټول قوم ځنی بیزاره دی

غوربندی

د خبر په سرليک کی د مجاهدينو له نوم سره جفا شوی ده، حد اقل پخواني خو ورسره يادوي

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ، وایی یوه بدقواره چه په سر یی ویښتان هم کم یا نه وو ، چا نه کوله خو بلاخره یو چا سره یی نصیب شوی وو ، خو د واده په ورځ یی د ډيرو قیمتی جامو یا ګاڼو تقاضا کوله ، نو چا ورته وویل چه : لنډۍ دا خوشالی دی بس دی چه (( واده دی دی )) د پخوانو تش په نامه جهادی رهبرانو ته همدا لویه خوشالی ده چه د روسانو سره یی جهاد کړی دی ، نړی کی یواځی روسان کافر وو او بیا برخلاف امریکایان ورته تر صحابه کرامو څه چه… نور لوستل »

pattang

د ا خو هغه فاسدين دي چې له cia یې دالر اخيستل او روسان یې وشړل خو دالرو خوند ورکړی نو هغه زړه وفاداري بيا cia ته په دالر تبادل څرګندوي !
په مکه معظمه کې قران وخوړ خو کله چې کابل ته راغلل نو اول یې کابلۍ ښځې بې عزته کړې او بيا لکه د شوربازار سپي سره په جنګ او داړو شول ملت یې په باتکو تقسيم که تر
څو چې طالبان راغلل او ددوی ګلم یې ټول که !

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x