fbpx

فاریاب: طالبانو له دوستمي ملېشو د «استانه بابا» ستراتيژيکه سیمه بېرته ونیوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي۵مه ۱۳۹۴ل): طالبانو په فاریاب ولایت کې له دوستمي ملېشو د شیرین تګاب ولسوالۍ هغه ستراتيژیکه سیمه چې تېره ورځ يې له لاسونو وتلې وه، بېرته ونیوله.

د جنرال دوستم د ډلګۍ مرستیال مسعود احمد مسعود پرون ویلي وو چې دوستم په مشرۍ ملېشو تېره ورځ په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د استانه بابا سیمه او د طالبانو مرکز ونیولو.

هغه ادعا وکړه چې دوستمي ملېشو په دغو عملیاتو کې ۸۰ کلي ونیول، ۵۰ طالبان يې ووژل، ۴ يې ژوندي ونیول او ۱۰۰ نور د دولت سره یوځای شول.

خو د شیرین تګاب ولسوال سیدلقمان ګهریک پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د استانه بابا سیمه نن ماسپښين یو ځل بیا طالبانو نیولې.

هغه زیاته کړې کله چې جنرال دوستم د سرپل په لوري روان شو، طالبانو له فرصته په ګټې اخېستنې په سیمه برید وکړ.

د ګهریک له قوله په برید کې تر ۵۰ زیات اربکیان ورک دي. «داسې ضد و نقیض راپورونه موجود دي چې دغه کسان د طالبانو له خوا وژل شوي دی».

دوستمي ملېشو نن سهار سرپل ولایت ته په دې خاطر مخه کړه څو دغه ولایت له طالبانو څخه تصفیه کړي خو هغه سیمې چې ملېشو یې د نیولو ادعا کړې د دوستمي ملېشو تر وتلو وروسته بېرته طالبانو نیولي دي.

د خواجه سبز پوش ولسوالۍ امنیه قومندان فیاض ویلي چې ۸۰ اربکیان چې په څلويښتو موټرسایکلونو سپاره وه، تېره شپه د خلکو سره د ملاتړ په موخه دغه سیمې ته ولاړل.

د فیاض په وینا دغه کسان د طالبانو له لوري محاصره شول، له منځه يې ۲۰ کسان ووژل شول، د قومندان په شمول یې ۱۲ کسان تښتیدلي او پاتې نور لا هم ورک دي.

طالبانو ددغه برید په اړه ویلي چې پرون ګلم جمو ملېشو د شیرین تګاب ولسوالۍ په استانه بابا سیمه برید وکړ او دوی له دې کبله تکتیکي شاتګ وکړ چې په سیمه کې د دوی څو تنه محدود ملګري موجود وو.

دوی زیاته کړې چې وروسته ورته نور تازه دمي ملګري را ورسېدل او په دولتي ځواکونو یې تعرضي برید ترسره کړ.

طالبانو ویلي د استانه بابا سیمه چې څلویښتو کلیو مشتمله ده، ټوله يې بېرته ونیوله. «د دښمن ۲۵ تنه وژل شوي عسکر، پولیس ګلم جم او اربکیان د جګړې په ډګر پاتې شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي».

دوی زیاته کړې چې په دغه برید کې یې لس موټرسایکلونه او لس میله وسلې نیولې دي او قومندان فیاض له ۵۰ ملګرو سره نامعلوم لوري ته تښېدلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د