fbpx

ایکسپریس ټربیون: پاکستاني ډیپلوماتان په کابل کې ځورول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت کارمندان ځورول شوي دي، چې له همدې امله ځینې مامورین مجبور شوي چې د سفارت په ودانۍ کې دننه پاتې شي.

د ورځپاڼې په خبره، د پاکستان حکومت په کابل کې خپل سفارت ته خبرداری ورکړی چې خپل خوځښت محدود کړي.

ورځپاڼه د خپلو سرچینو له خولې لیکي، چې د سه شنبې په ورځ ځینو ناپېژاند کسانو هڅه وکړه چې د کابل په شهر نو سیمه کې د پاکستان د سفارت یو کارمند اختطاف کړي. ورځپاڼه لیکي: «د سفارت مامورینو داسې کسان په نښه کړي چې سفارت ته د ننوتلو او وتلو پر مهال د ډیپلوماتانو د حرکاتو ویډیو رکارډ کوي». ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې د پاکستان د سفارت یو لوړپوړی مامور څه موده وړاندې د پولیسو د تالاشۍ په یوه محل کې د ملي امنیت د کارمندانو له خوا د دوو ساعتونو لپاره ودرول شوی و.

دغې سرچینې د ګواښ په توګه ویلي: «پاکستاني سفارت به ونه توانېږي چې په دغه وضعیت کې کار ته دوام ورکړي».

دغه سرچینه لیکي، چې د افغانستان امنیتي ارګانونو پورې اړوندو کسانو د پاکستان سفارت کارمندانو کورونه سره نژدې ښکنځاوې او سپکې سپورې ویل، چې د سفارت کارکوونکي يې مجبوره کړي چې په خپلو کورونو کې واوسېږي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې له افغان سفیر، جانان موسی زي سره هم دغه اندېښنې شریکې کړې دي. په کابل کې د پاکستان سفارت هم د ممکنه ګواښ د احتمال په اړه له افغان چارواکو سره خبرې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه وخت یو ځل بیا خړې پړې شوې، چې ولسمشر اشرف غني د شاه شهید د سیمې ورانوونکې چاودنه کې په پاکستان کې مېشتو ډلو لاس وباله او د پاکستان له لارې يې د سولې هڅو ته د پای ټکی کېښود.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د