fbpx
طالبان

طالبانو د سترو عملیاتو لپاره «کمانډويي ځواک» جوړ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۵مه ۱۳۹۴): وسله والو طالبانو د سترو او حمایوي عملیاتو لپاره منتظره قطعه جوړه کړې چې مرکز یې په غزني او زابل ولایتونو کې دی.

کابل نیوز د ځینو سرچینو له قوله په یوه راپور کې ویلي چې د وسله والو طالبانو دغه کمانډويي ځواک په پرمختللیو وسلو او وسایطو سمبال دی او دوی ډیر په تاکتیک له یوه ولایت څخه بل ته تګ کوي.

kundoz_taliban (3)

د کمانډو ځواک په تشکیل کې له هغو وسلو، ټانګونو او رینجرو ګټه پورته شوې چې طالبانو په دې وروستیو کې له دولتي ځواکونو نیولي.

نن ټکی اسیا ته هم ځينو سرچینو تاییده کړې چې طالبانو د منتظره قطعې د جوړولو لپاره د هرې ډلګۍ څخه ۳ یا تر دې زیات روزل شوي وسله وال طالبان اخېستي دي چې له دوی څخه په ځانګړیو او سترو عملیاتو کې کار اخلي.

د طالبانو دغې منتظره قطعې یا کمانډو ځواک په اړه تېره ورځ رسنیو راپور ورکړ چې د «اسلامي کمانډو» په نوم نوې ډله جوړه شوې خو د لوګر، غزني او وردګو وکیلانو بیا دا رد کړه او په وینا یې يې چې دا د طالبانو نوې نظامي قطعه ده.

helmadn musa kala

د وسله والو طالبانو دغه کمانډويي ځواک په پرمختللیو وسلو او وسایطو سمبال دی او دوی ډیر په تاکتیک له یوه ولایت څخه بل ته تګ کوي.

نن ټکي اسیا ته ځینو سرچینو په ډاګه کړې ده چې د منتظره قطعې په لیکو کې له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ تنو وسله وال طالبان په هغو وسلو سنبال دي چې په دې وروستیو کې یې د افغان ملي اردو ځواکونو څخه په جګړه کې نیولي دي.

د وسله والو طالبانو منتظره قطعې تر دې دمه په ننګرهار او زابل ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او داعش پر ضد عملیات کړي. دغه قطعه توانېدلې چې داعش د ننګرهار له نېږدې ټولو ولسوالیو وشړي او تر غرونو يې محدود کړي.

taliban

وسله والو طالبانو د سترو او حمایوي عملیاتو لپاره منتظره قطعه جوړه کړې چې مرکز یې په غزني او زابل ولایتونو کې دی.

طالبانو په دې وروستیو کې په کندوز او هلمند ولایتونو یو شمېر عکسونه خپاره کړل چې په کې وسله وال په مجهزو وسلو سنبال په دولتي ټانګونو او رینجر موټرو کې لېدل کیږي. ویل کیږي چې خپاره شوي عکسونه د دوی د منتظره قطعې یا کمانډو ځواک دي.

taliban 2

د طالبانو د کمانډو ځواکونو په لیکو کې له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ په پرمختللیو وسلو سنبال جنګیالي موجود دي.

په دې وروستیو کې دوی د هلمند د نوزاد، د کندوز چهاردره او دشتې ارچي او یو شمېر نورو ولسوالیو څخه ډیری نظامي وسایط ونیول. طالبانو تازه پرون د شمالي هلمند مرکز موسی کلا ولسوالۍ ونیوله او له راپورونو سره سم طالبانو ۱۶ ټانګونه، ۱۳ رینجر موټر، ۱۰ غټ اکمالاتي کماز موټر، ۳۵۰ میله سپکه او درنه وسله، ۵۰۰ د راکټ مرمۍ، ۴۰۰ د سپجنین توپ مرمۍ، ۵۰۰ د وسط هاوان مرمۍ، ۱۰۰ د ډي سي توپ مرمۍ، ۸۰۰ صندوقه د ثقیل، کلاشنکوف، دهشکې، زیګویک او د امریکايي ټوپکو مرمۍ ونیولې. داسې برېښي چې د کمانډو ځواک په تشکیل کې له دغو وسلو ګټه پورته شوې ده.

kundoz_taliban (10)

له راپورونو سره سم طالبانو په موسی کلا ولسوالۍ کې ۱۶ ټانګونه، ۱۳ رینجر موټر، ۱۰ غټ اکمالاتي کماز موټر، ۳۵۰ میله سپکه او درنه وسله، ۵۰۰ د راکټ مرمۍ، ۴۰۰ د سپجنین توپ مرمۍ، ۵۰۰ د وسط هاوان مرمۍ، ۱۰۰ د ډي سي توپ مرمۍ، ۸۰۰ صندوقه د ثقیل، کلاشنکوف، دهشکې، زیګویک او د امریکايي ټوپکو مرمۍ نیولي.

taliban 4

avatar
9 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اونخیوال وردګ
میلمه
اونخیوال وردګ

الحمدالله ثم الحمد الله
کوم خوب می چې لیدلئ وو ریښتیا شو

عبدالله
میلمه
عبدالله

الحمدلله
اللهم انصر المجاهدين

haqmalasmatullah
میلمه
haqmalasmatullah

الحمد الله

امین کندهاری
میلمه
امین کندهاری

الله تعالی دی زموز دا زواک پرخپلو ملگرو نه استعالوی. بلکه دشمن ته دی طوفان سی

Hamdullah
میلمه
Hamdullah

الحمدالله ثم الحمدالله
خداي دي همشه سربلند نيك نامه او پيروز كړی دا داتل ځواکونه

مولوی دیوبندي
میلمه
مولوی دیوبندي

داځواک به دهرکافر اومنافق اوجابر اوظالم اوباغي اوقطاع طریق لپاره استعمالیږي. بری منددي وي داغشتلي اوپیاوړی ځواک

سمیع الله خان عرفان
میلمه
سمیع الله خان عرفان

ماشاالله ددی فاسد او کفری حکومت سره همداسی کسان د جنگولو او جهلد کولو ستر ضرورت وو.
انشاالله که د شریعت پر لاره روان وه الله ج ضرور کامیابی ورپه برخه کوی.
سمیع الله عرفان

حامد احمدی
میلمه
حامد احمدی

د داعش ځناور به انشاالله ورک کړی د ننګرهار نه- نور ځناور ورکول اسان کار دی – اوورته اعلان باید وشی چی بیرته تسلیم شی هغه قوماندانان چی اوختی کنه داسی بمونه دی پری وتړلی لکه د شینوارو په سپین ګیرو یی چی تړلی وو – عمل بالمثل دی ورسره وشی

یا ربه رحم