افغانستان

طالبانو د بهرنیو ځواکونو الوتکه را غورځولې

copter afgنن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په رالیږل شوي پیغام کي ویلي چي نن سهار وختي طالبانو د لوګر ولایت په مرکز پول علم کې د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه وویشتل او را وې غورځول، چي له کبله یې په الوتکه کې سپاره ټول کسان ووژل شول.

د ایساف مطبوعاتي دفتر د پيښي په تصدیق سره ویلي چي ددوی یوه هلیکوپتر الوتکه د افغانستان په ختیځه برخه کې غورځېدلې، خو چاته په کښي کوم ډول مرګ ژوبله نه ده را منځته شوې.

ایساف زیاته کړې چي تر اوسه د الوتکې د را غورځېدو علت هم نه دی معلوم، خو د پيښي په وخت کې د مخالفینو فعالیت نه دی تر سترګو شوی.

بل خوا د لوګر ولایت یو تن اوسیدونکي رسنیو ته ویلي چي دوی سهار وختي یوه الوتکه ولیدل چي په هوا کې اور واخیست او را وغورځېده، چي بیا وروسته بهرنیانو سیمه کلابنده کړه، او را غورځېدلې الوتکې ته یې اور ورته کړ، او له منځه یې یووړه.

نومړي ویلي چي د پيښي د قربانیانو په اړه معلومات نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x