ادبي لیکني

ځوانه- قتيل خوږياڼى

ادبي ليكونه :

ځوانه !

ته به له ما په دې خبره خوابدى وې، چې ما تاته دا زېرى درکړى و :

د سپين او روښانه سباوون د ځلانده لمر زرينې وړانگې به ستا د ځوريدلي او ربړيدلي انسان د خلا صون او نجا ت لپاره د هېواد گوټ گوت ته رسيږي او پر دغو وچو او چا ودلو شونډو به د خوږې موسکا څپه خپريږي.

هو!

دغه بېوزلى او بېوسه انسان د دې حق لري، چې له خوښۍ او خوشحالۍ څخه په دې ډک چاپېريال کې ژوند وکړي او په دې وپوهيږي، چې انسان يم او د انسان په څېر د ژوند کو لو حق لرم.

هغه انسان، چې د شيطان په سره لکۍ  پورې نښتي نه وي، له هر راز توپيراو تبعيض څخه پرته به په دې اعتراف وکړي، چې ته وقعآ حق لري او د انسان په شان د ژوند کولو حق؛ خو ته، خو ته با يد وپوهيږې، چې د خپلو حقوقو تر څنگ  د هېواد او د هېواد والو په وړاندې وجايب هم لري. انساني ژوند له حقوقو او وجا يبو دواړو سره يو شان مخ دى.

انسان که د څه غوښتلو حق لري او دا حق ورته حا صل هم دى، چې د کمترۍ او کهترۍ له احساس سره د مبارزي، خو ميړنۍ  مبا رزې له لا رې خپل حق د مغرور انسان له کو مي راوباسي؛ خو دا وجبه هم ورپه غا ړه ده، چې لويدلى انسان راپو رته کړي، د ړانده د لاس امسا شي او بې ارزښته اوښکي يې، چې د بيوسۍ په چاپېريال کې توئيږي د مهربانۍ  په دسمال پاکې کړي. د هغه شرير انسان ملا ماته کړي، چې له ځان څخه دومره پردى شوى، چې د هېواد پلورلو او ټوټې کولو ته ملا تړي او د خپل هېواد په سريې د جوړجاړي معاملې ته ټول خپل انساني ارزښتونه ترپښو لاندې کړي.

دغه شريرانسان، چې شرارت او فساد زيږوي او د خپل هېواد خپلواکه حيثيت، ملي واکمني، د خا ورې بشپړتيا او د ملي وحدت د حريصو عزايمو له كبله په امو دريا ب او ابا سين لا هو کوي؛ ځکه، چې شرير انسا ن په دې هيڅکله نه راضي کيږي، چې افغانستا ن د ترقۍ او پرمختگ په لا ر روان شي او افغانان دې له بدې ورځې و ژغورل شي او د نيکمرغۍ نا وې د ې په غيږ و نيسې. د انسانيت دښمنان له نيکمرغۍ، سوکالۍ، سپېڅلتيا اوهوسايني سره بنسټيزه دښمني لري او نه غواړي، چې انساني ژوند دې له زندۍ کوونکي حالت څخه وژغورل شي.

دغه هغه شاپرکان دي، چې په خلاصو سترگو د حق او حقانيت د نوراني و ړانگو ليدلو ځواک نه لري؛ نو، ځکه د حق او باطلو د پېژندلو احساس ورته د آسماني کاڼي او تندرحيثيت لري.

همد اعلت دى، چې دوى د دغو ځلاندو او نوراني وړانگو له وېري خپلي بدبينې سترگي نه شي خلاصولى او د تورې شپې په تورچاپېريال کې د دغو ازادۍ بښونکو طلايې وړانگو پرضد خپل تورعملونه  تر سره کوي او هڅه کوي، چې دغه شيطاني هلې ځلې د برياليتوب سرحد ته ورسوي؛ خو ته بايد خپله هوښياري له لاسه ور نه کړې او د دغو شرمښانو او د انسانيت دښمنانو د بېخي ټکولو لپاره د خپل اتل ولس ليکي پخپل ټول ځواك پياوړې کړې او د خپلي ميړاني ازمو يني و رکولو ته چمتو شي.

په درنښت
قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x