د نا قانونه کډوالو د دوو بېړيو ډوبېدو له امله سلګونو تنه ډوب شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۶مه ۱۳۹۴): د ليبيا زواره ښار سمندري سيمه کې د ناقانونه کډوالو دوه بېړۍ ډوبې شوي، چې له امله يې سلګونو کسانو په اوبو کې غرق شوي دي.

د ليبيا سمندري چارواکي وايي، چې په دغو بېړيو کې له پنځو سوو زيات ناقانونه کډوال سپاره وو.

د چارواکو په وينا په يوه بېړۍ کې پنځوس تنه او دوهمه بېړۍ کې له څلور سوو زيات کسان سپاره وو.

د ليبيا سمندري ځواکونه وايي، چې دوی هڅه کوي، ډوب شوي کډوال وژغوري، مګر د دوی په ګومان ډېری ډوب شوي کسان به مړه شوي وي او د ژوند چانس يې ډېر کم دی.

د زواره ښار اوسېدونکي وايي، چې دولتي روغتون ته له سلو زيات مړي راوړل شوي دي.

ويل کيږي، چې دغو دواړو بېړيو کې د عراق، سوريې، بنګله دېش او يو شمېر نورو وروسته پاتې هېوادونو اتباع سپاره وو، مګر ازادو سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل پلو د اتريش چارواکي وايي، چې د هنګري پولې سره نږدې د هېواد ختيځ برګنلنډ ولايت کې د ناقانونه کډوالو شاواخو پنځوس مړي موند شوي دي.

ويل کيږي، چې دا مړي په يوه لارۍ کې هنګري سره په اوږده پوله موندل شوي دي.
د چارواکو په وينا د ډېری مړو جسدونه خراب شوي او داسې اټکل کيږي، چې دا کسان پخوا مړه شوي او تېره ورځ دغه سيمې ته راوړل شوي دي.

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ويلي، چې هر کال لسګونو زره ناقانونه کډوال اروپا ته د رسېدو هڅه کوي او يوازې د روان کال په اوږدو کې ۲۴۰۰ کسان په لارو کې مړه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان، پاکستان، بنګله دېش او يو شمېر نورو وروسته پاتې هېوادونو اتباع او منځني ختيځ کې د روان تاوتريخوالي له پيله ګڼ شمېر خلک هڅه کوي، چې له ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو کې پناه واخلي او تر اوسه لسګونو زره کسان په دغو لارو کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو پر اروپايي هېوادونو نيوکې کړي، چې د کډوالو د ژغورنې او انساني قاچاق د مخنيوي په اړه د دغو هېوادونو قانون او هڅې نېمګړې دي او دوی بايد په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي، تر څو د انساني قاچاق او کډوالو د مړينې مخنيوی وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د