نظــر

په تازه جریاناتو لنډې تبصرې (۴) دجان آلن ناشولته بهانه

jonallenدجان آلن ناشولته بهانه

په دې وروستیو کې دنفوذي مجاهدینو لخوا په بهرنیو سرتیرو بریدونه زیات شوي دي ، دکتونکو په باور دافغان عسکرو لخوا به بهرنیانو بریدونه یوه داسې ستراتیژیکه او پیچلې  ستونزه ده ، چې سپینه ماڼۍ او پینټګان یې دبل هر خطر په نسبت له سختې پریشانۍ سره مخ کړي دي .

دامریکایانو لپاره نه یوازې ددې مسئلې حل یوه لاینحله مسئله ده ، بلکې ددې مسئلې منطقي تحلیل او دعلت روښانول یې هم ورته یوه ستونزه ګرځیدلې ،

امریکایان هیڅکله نه غواړې ددې مسئلې اصلي لامل ( له یرغلګرو څخه دافغانانو عقیدوي کرکه ) په ډاګه کړي ، ځکه ددې  اصلي لامل مطبوعاتي تبلیغ کولای شي ستونزه نوره هم ستره کړي ، له همدې امله امریکایان او داخلي همکاران یې ددې مسئلې دعواملو دبیان په مهال په اصلي علت نه ورځي  بلکې په څنډو یې ګرځي راګرځي او خورا عجیب  او غریب توجیهات ورته لټوي .

وایي چیرته  له کوم دروغجن او  بخېل سړي نه چا اعارتا  کره /بیلچه غوښتې وه ، هغه ورته  په دروغو دبهانې کولو په مهال ویلي وو چې (  شیدې مې ورکې مایه کړي دي ) څرنګه چې دروغجن بهانه او توجیه همیشه ناشولته وي  که نن سبا دافغان عسکرو لخوا په یرغلګرو دبریدونو په اړه دبهرنیانو او داخلي چارواکو توجیهات او بهانې وګورو ، نو غش او غل په کې له ورایه  لیدلی شو .

په افغانستان کې دناټو سرقومندان جان آلن دروانې میاشتې په ۲۴ نیټه مطبوعاتو ته وویل چې افغان عسکرو ځکه په امریکایانو پله پسې بریدونه وکړل ، چې دده په باور ( روژې اخیستي وو ) جان آلن دخپلې دې ناشولته توجیه په اړه اضافه کړه ، چې په ګرمي کې روژه نیول ډیر سخت وي ، چې سړی په عذابوي ، او په اعصابو بوج راولي .

خو دجان آلن ددې توجیه له اعلان دوه ورځې وروسته په لغمان کې یوه بل افغان عسکر ګڼ امریکایي عسکر بخۍ کړل ، نه پوهیږو چې دې ته به جان آلن کوم ډول پرتوګ کوي ، ځکه دابرید په رمضان میاشت کې نه بلکې دبولدک دبرید غوندې په شوال کې ترسره شوی دی ، که بالفرض جان آلن ووایي چې شاید په دې برید کې به د ( ست شوال ) روژو دخل وو ، نو داتوجیه یې ځکه نه صحیح کیږي ، چې  دلغمان  والي اقبال عزیزي خپلو  عسکرو ته  درمضان دفرضي روژو خوړل روا کړي وو ، چې له امله یې په مهترلام کې مظاهرې راوپارېدې ، دې ته په پام سره  دلغمان په منیتي لیکو کې د شوال دمستحبو روژو احتمال  شاید لیونتوب وبلل شي .

کرزی په ولجه  داوښ دغاړې دجرس دی

تېره ورځ کرزي بیا دارګ په چاردیوالي کې مراسم رابللي وو ، خلیلي ،اسماعیل ، فاروق وردګ غیره وغیره یې راټول کړي وو ترڅو دمطبوعاتي کامرو په مخکې رش جوړ کړي  .
دا مراسم  چې دافغانستان د پخواني پاچا امان الله خان لور هندیې هم په کې شرکت درلود ، ددې لپاره رابلل شوي وو ترڅو هغه قلم  چې امان الله خان ورباندې ۹۳ کاله وړاندې دافغانستان دخپلواکۍ سند امضاء کړی وو ملي موزیم ته  وسپارل شي .
دا مراسم په هغه چاردیوالۍ ( ارګ ) کې ترسره شول ، چیرته  چې حامدکرزي او انډیوالانو یې څو میاشتې وړاندې دافغانستان  هماغه ۹۳ کلنه خپلواکي په رسمي توګه  تورپوستي امریکایي اوباما ته وروسپارله ، که چاته دسیاسي منافقت  بیلګه نه وي معلومه ، همدا یې مثال دی .

نه پوهیږو حامدکرزي به دې مراسمو ته هغه قلم ورسره راوړی وو او کنه ، چې څه موده مخکې یې  دافغانستان دخرڅلاو سند  ورباندې امضا کړ .

حامد کرزي چې دغه تاریخي قلم یې په ګوتو کې وو وویل چې دا زموږ دتاریخ  یو ډير مهم اثر دی ، ځکه دافغانستان دخپلواکۍ اسناد ورباندې امضاء شوي دي .

نه پوهیږو حامد کرزی دکوم جرأت له مخې داډول خبري کوي ، چا ته چې اصلا دهیواد سیاسي خپلواکي بې اهمیته وي ، چاچې عملا دوطن دخپلواکۍ په سر  سودا کړي وي ،او دښمن ته یې دخپلې سیاسي غلامۍ   قواله ورکړې وي  ، هغه به دهغه قلم اهمیت څه وپیژنې چې له خپلواکۍ سره یوازې  ضمني تړاو او نسبت لري .

خوشال بابا دهمداسې کسانو په اړه ویلي :

اوښ له باره سره کورته ورغلی
په ولجه داوښ دغاړې دجرس دي

کرزی خپل هغه هیوادوال ترهګر بولي چې دهیواد دخپلواکۍ لپاره یې شپه ورځ  پرځان یوه کړې ، او دسراومال قربانۍ ورکوي ، ، خو خپلواکۍ ته منسوبه یوه جامده ماده ( قلم ) بیا په اوو غلافو کې نغښتی لمانځي او قدر یې په ځای کوي .
دا که ددې ( اعجوبه) انسان یوه بله  نادره ونه بولو بل څه ورته نه شو ویلی .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x