ورزش

ایرلینډ د استرالیا په وړاندې په ۲۳ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۶مه ۱۳۹۴ل): د استرالیا او ایرلینډ لوبډلو تر منځ یوه ورځنۍ لوبه د استرالیا په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې ایرلینډ په ۲۳ منډو ماتې وخوړه.

استرالیايۍ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. په لوبې کې د باران له امله د استرالیا لوبډلې ته د اورونو شمیر ۴۰.۲ ته ټیټه شوه.

استرالیايۍ لوبډلې په ټاکل شوو ۴۰.۲ اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د برنز او وارنر غوره توپ وهنې په مرسته ۲۲۲ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د استرالیا لپاره وارنر په ۸۰ توپونو د اوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۸۴ او برنز په ۷۰ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۹ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره مورټاغ خپل ۱۰ اورونو کې ۴۵ منډو ورکولو سره ۲ ویکټې واخیستې. له مورټاغ سربیره یانګ، موني، ټامسن او میک براین هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

بیا هم په لوبې کې د باران له امله د ایرلینډ لوبډلې ته په ۲۴ اورونو کې د ۱۸۱ منډو هدف وټاکل شو. ایرلینډ په ۲۳.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۷ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره اوبراین په ۵۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۵ او جوایس په ۳۳ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره د ایرلینډ په توپ وهوونکو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ثابت شول.

د استرالیایۍ لوبډلې لپار کولټر نیل درې او سټارک، کمینس او میکسویل دوه دوه ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x