د دنيا درې حقيقتونه

ژباړه: احمدالله احمدزی

کيسه کا، چې يو پاچا خپل وزير ته ويلي و، چې خپله نيمه پاچاهي به ورکړي، مګر په يو شرط. وزير هم د پاچاهي په مينه کې د شرط غوښتنه وکړه.

پاچا خپل وزير ته درې سوالونه وړاندې کړل، چې که د دغو سوالونو ځواب يې ورکړ، نو نيمه پاچاهي به ورکړي.

اول: د دنيا تر ټولو غوره رښتينولي څه ده؟

دوهم: د دنيا تر ټولو غټ فريب کوم دی؟

درېيم: د دنيا تر ټولو خوږ شی څه دی؟

پاچا خپل وزير ته يوه اونۍ وخت ورکړ او ګواښ يې ورته وکړ، که د يوې اونۍ په ترڅ کې يې د دغو سوالونو ځواب ورنه کړ، نو اعدام به يې کړي.

وزير د اول سوال د ځواب لپاره د نړۍ ټول پوهان راټول کړل او پوښتنه يې ترې وکړه، چې د دنيا تر ټولو زيات رښتينولي څه ده.
پوهانو ټولو خپلې نېکۍ او ښه والی وشماره، مګر په اخره کې يو هم په دې ونه توانېده، چې د دنيا اصلي رښتينولي معلومه کړي.

بيا وزير د دوهم سوال په اړه له خلکو پوښتنه وکړه، چې د نړۍ تر ټولو لوی فريب او چل څه شی دی او هر يو هڅه کوله، چې بل دوکه کړي، مګر وزير ترې مطمين نه شو او دغه وخت کې وزير د اعدام له وېرې خپله قواره بدله کړه، په تېښته بريالی شو او په منډه منډه پرې شپه راغله او دغه مهال ګوري، چې يو بزګر خپله ځمکه کې کار کوي.

بزګر وزير وپېژانده او وزير خپله ستونزه ورته بيان کړه.

بزګر وويل، چې د دنيا تر ټولو ستره رښتينولي او حقيقت مرګ دی او د دنيا تر ټولو ستر فريب زندګي ده.

بزګر ورته وويل، که د درېيم سوال ځواب هم ورکړي، نو ده ته به څه ورکوي؟

وزير ورته وويل، که ده ته پاچاهي په لاس ورغله، نو ده ته به شل اسان ورکړي او په خپله واکمنۍ کې به مهمه دنده ورکړي.
بزګر د وزير د څرګندونو په اړه له ځواب ورکولو انکار وکړ او وزير فکر وکړ، چې دی خو د نيمې پاچاهۍ خوبونه ويني، نو وزير ترې روان شو.

د تلو پر مهال بزګر پرې غږ وکړ، که وتښتېدې، نو ټول عمر به دې په منډه وي او د پاچا خلک هسې هم درپسې ګرځي او که ورغلې، نو وژني به دې.

وزير چې دا خبرې واورېدې، نو ودريد او بزګر ته يې د نيمې پاچاهۍ وړانديز وکړ، مګر بزګر د نيمې پاچاهۍ له منلو هم انکار وکړ.
دغه مهال يو سپی راغی او په جام کې پرتو شيدو څخه يې نيمې وڅښلې او لاړ. بزګر وزير ته وويل، چې زه نيمه پاچاهي نه غواړم، بس ته دغه پاتې شيدې وڅښه، زه به د درېيمې پوښتنې ځواب هم درکړم.

وزير باندې دا خبره بده ولګېده، خو دا چې د مرګ له ګواښ سره مخ و او د پاچاهي تمه يې هم وه، نو د سپي پاتې شوې شيدې يې وڅښلې.

وزير د شيدو له څښلو وروسته بزګر ته وکتل او د خپلې پوښتنې ځواب يې ترې وغوښت.

بزګر وويل، چې د دنيا تر ټولو خوږ شی د انسان تمه او غرض دی، چې د دې لپاره هر ډول ذلت منلو ته تيار دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د