ټولنیزه برخه

ليډرشپ او په اړه يې زموږ ټولنيزه مغالطه

leadership-qualitiesد ليډرشپ او ليډرانو په اړه موږ تل د یوې مغالطې ښکار پاتې شوي يو.

لیډردبحران پیداواروی.لیډرپه بحراني حالاتوکې  دولس دهیلوکشتۍ  دمراد ترساحله رهبري کوي.

خوزمونږپه اړه بیا دغه فورمول سرچپه دی،ځکه چي زمونږبحرانونه دلیډرانو پیداوار وي.

تاسی دهیواد دتیرو څلورولسیزو پر تاریخ لږنظر واچوﺉ، ټول بحرانونه له لیډرشپ اولیډرانوراټوکیدلی دي اویو هم داسي بحران نشته چي له هغو سره دې ليډرانو آګاهانه تعامل کړی وي.

لیډران ولس ته مسئول وي،خوزمونږ د ټولنې په اړه بیا دغه فورمول هم له بده مرغه سرچپه دی، زمونږ ولس باید چې لیډر ته مسئول وي، له تیرو څلویښتو کلونوراپدیخوا دهیواد تاریخ ته وګورﺉ کوم لیډر ځان ولس ته مسئول ګڼلی دی او کوم لیډرولس دخپلو هیلو اوآمالو(چی ډیری یې شومي وي)ترجغ لاندې  ندی دل کړی……..؟

دلیډر د مسئولیت په اړه دهمدغه ناسم تصور له امله موږ له قضایاوو سره دتعامل او چلن له بحران سره مخامخ شوي يو.

لیډران موخپل سري، سرټمبه، خودرایه اومستبد شول.یوه ډله ناپوهان، جاهلان، له ټولنیز پرستېژ او اتوریتې محروم، متملق او چاپلوسه خلک پرلیډرانو راوڅرخیدل.

دخپلو ګټودتآمین اوبقاء لپاره يي دبیلابیلو لاروچاروپه کارولو سره ملت دلیډرانوپه پښو  کې څملاوه اوحلال یې کړ.ابتکار، نوښت اوخلاقیت کډه شول او ځای یې استبداد،قید او اختناق ونیو.

دلیډر دآندود د چېلنج سزابې وخته وژني وګرځیدلې..

لیډرانود استبدادي آندونود خپلولوله امله دخوداحتسابۍ وړتیا له لاسه ورکړه.

ولس هم دلیډرانوداحتساب پرځای هغوي ته د تقدیس درجه ورکړه.همدغه لامل وو چې زمونږ لیډران  تقاعد نلری. له ۱۹۷۴ز نه هریوه دلیډرشپ پر څوکۍ خيټه اچولي اوچي دی مړشي زوی یې او چي هغه نه وي لمسۍ، کړوسۍ اوکودی به یي لیډر وي.

په ډیموکراټیکواو مدني ټولنو کې دلیډرانو احتساب یوپرله پسې عمل دی اوهمدا لامل دی چې په هر پېر کي نوی او خلاق لیډرشپ را ټوکیږي.

زمونږ لیډرانو دخپل لیډرشپ دتثبیت اوتامين لپاره دشرعي آرونو آړاخستی.خویوه ورځ یي هم ځانونه دهمدغه شرعي آر له مخې احتساب ته ندي وړاندي کړي، نه يواځې دا بلکې د دوي د ګوندونو په ليکو کې چې چا هم د احتساب او ريفورم غږ پورته کړی، هغوي په بې رحمانه ډول له منځه وړل شوي اوداصلاح دغه غږ په ستوني کي وچ کړل شوې دی.

د پيښور تنظيمي قتلونه لا دچا له حافظې ندي وتلي.

موږ کم تر کمه شریعت خو پریږده، خوداحتسابي او ولسي احتساب ته هم  ځانونه  وړاندي کول له ډیموکراټیکو ټولنو زده نکړای شوی. موږ خپل معیارونه ډیر لوړ تبلیغوو خو دغه ډول معيارونه مو تل د نورو لپاره په پام کې نيولي وي، خوکله چې د ځانونو په اړه د دغو معيارونو عملي کولو ته راشونو په صفر کې ضرب یو.

سیاستونه او لیډرشپونه مو موروثي شول.شعارونه مو کليشه اي، يکنواخته او بې مانا شول.اجنډاګانې مو ورستې، خوړیني اودزمان اوحوادثو چینجو ووهلې.شخصیتونه مو دبیلابیلو تاریخی مقاطعو کې لکه دار،ګنده او خدشه داره شول، خو له بده مرغه نه مو لیډرلهخ پله تقدیسه تیردی او نه مو ولس دنوښت او دليډرشپ داحتساب او تغير په اړه فکرمند دی.

بن بست، جمود، رکود او آن سقوط داستبدادي چلنونو زیږنده وي.استبداد بیا د لیډرشپ او دولس تر منځ دپاپ، پادري اویوه ګناهګاره مسیحي داړیکو زیږنده وي. اړینه نده چي د تقدیس اوسپیځلتیا دغه آند دې له دواړو خواوشتون ولري، بلکې چیرته چي استبداد اومستبدوي، هغه به تل دځان پر تقدیس او د ولس پر تنجیس قایل وي.
د ليبيا معمرالقذافي به خپل ولس ناولي مچان بلل.

دلیډرانو د دا ډول تقدیس ترشا ډیه پړه دولس پر غاړه ده.ولس پدې لاره کي خپل مکلفيتونه ندي پیژندلي.د لیډرانو احتساب يې ندی کړۍ او تراوسه يې هیڅ لیډر دولسي محاکمې میزته ندۍ راکښلې.

عرب پسرلی زموږ لپاره لوی سبق دی. ولسونه او په تېره بيا ځوان کول وو چې خپل رسالت، مسئوليت او ځواک ته متوجه شول او له کلونو کلونو راهیسې په حاکمو لیډرانو پسې را ووتل .هغوي یې د ولسي محاکمې په ترځ کې له خپلو لیکو د تل لپاره طرد کړل او پرځای یی ترډیره پر خوداحتسابي ولاړلیډرشپونه را منځته شول…………..


 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x