نړۍ

پاکستان او هند تر منځ خونړۍ جګړه کې ۹ وژل شوي، ۶۳ ټپیان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۶مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان او هند تر منځ په «ورکنګ باونډري» پوله باندې خونړۍ جګړه کې ۶ پاکستاني او ۳ هندیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د اطلاعاتو څانګې ویلي چې د سیالکوټ په چار واه سیمه کې د هندي پوځ په ډزو کې ۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.

پاکستاني پوځي چارواکي وايي چې دوی د هندي پوځ د ډزو په مقابل کې په هغوی ځوابي ډزې کړي دي.

په ټپي ۴۶ پاکستانیانو کې ۲۲ ښځې هم شاملې دي.

بل لوري ته هندي رسنۍ دې هندو د ځايي چارواکو له قوله لیکلي چې پاکستاني ځواکونو د پنجشنبې ورځې راهیسې د هند په آر ایس پوره او آرنیا سیمو ډزې کولې او د جمعې تر سهاره روانې وې.

هندي چارواکو ویلي چې د پاکستان له لوري په ډزو کې ۳ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. دوی په پاکستان تور لګولی چې د ډز بندۍ څخه يې پرون دوه ځل سرغړونه کړې.

هندي چارواکو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پاکستان «ترهګر هېواد» اعلان کړي، ځکه دغه هېواد د هند «ولسي وګړي» وژني.

دوی همدا ډول په پاکستان تور لګولی چې په اګست میاشت کې یې د ډز بندۍ تړون څخه ۵۵ ځل سرغړونه کړې ده.

په عین حال کې پاکستان په هند تور لګوی چې په وروستیو دوو میاشتو کې يې ۷۰ ځل د ډز بندۍ تړون څخه سرغړونه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد احمدی

برکت پاکستان د خدای د تباه کری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x