افغان غوره لیګ: سیمرغ البرز د شاهین اسمایي لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۵مه ۱۳۹۴ل): نن د ۲۰۱۵ زیږیدیز کال د افغان غوره لیګ سیالۍ یو ځل بیا د روشن مخابراتي شرکت په مالي مرستې سره پیل شوه.
د افغان غوره لیګ سیالیو لومړۍ لوبه د سیمرغ البرز او شاهین اسمايي لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې د سیمرغ البرز د شاهین اسمايي لوبډلې ته د ۳-۱ له توپیر سره ماتې ورکړه.

د سمیرغ لوبډلې لپاره لومړی ګول د لوبې په څلورمه دقیقه د دغې لوبډلې لوبډل مشر منیرالحق ندیم ترسره کړه او په دې ډول يي خپله لوبډله د لوبې په پیل کې له سیالې لوبډلې څخه وړاندې کړه.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د سیمرغ البزر لوبډلې لوبډل مشر حیرانوونکې لوبه وکړه او د لوبې په ۲۴مه دقیقه کې يي دوییم ګول وهلو سره د لوبې پوره کنټرول ترلاسه کړه.

د شاهین لوبډلې لوبغاړي د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د سیمرغ البرز لوبډلې غوره لوبې په وړاندې پاتې راغلي ول او د ګول په ترسره کولو بریالي نه شول. د لوبې لومړۍ نیمايي د سیمرغ البرز په ګټه د ۲-۰ له توپیر سره پای ته ورسیده.

د لوبې دوهمې نیمايي کې شاهین لوبډلې پیاوړې لوبه پیل کړه او د سیالې لوبډلې په ګول يي پرلپسې حملې وکړې خو د سیمرغ لوبډلې پیاوړې دفاعي لیکه او دروازه ساتنه د شاهین لوبډلې ته د ګول وهلو فرصت په لاس ورنکړ.

شاهین لوبډلې خپلو حملو ته ادامه ورکړه او د لوبې په ۶۱مه دقیقه کې يي یوه پینالټي ترلاسه کړه. د شاهین لوبډلې لوبغاړی سمیع الله محمدي په اسانۍ سره وتوانید لاسته راغلی پینالټي په ګول بدله کړي.

د لوبې په ۷۶مه دقیقه کې د سمیرغ البرز لوبډلې هم یوه پینالټي ترلاسه کړه او دغه پینالټي يي په ګول بدله کړه. د لوبې پاتو شیبو کې هیڅ یوې لوبډلې د ګول په وهلو بریالي نه شول او دغه لوبه د ۳-۱ په توپیر سره د سیمرغ البرز لوبډلې په بریا پای ته ورسیده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د