ورزش

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د کویټ لوبډلې ته په اتو ویکټو او ۲۰۶ توپونو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۵مه ۱۳۹۴ل): نن د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو په لړ کې افغانستان د کویټ لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه. د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د کویټ لوبډلې ته په اتو ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۲۰۶ توپونه لا هم پاتې ول ماتې ورکړه.

د کویټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه خو د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پیاوړو توپ اچوونکو د کویټ د لوبډلې دغه پریکړه غلطه ثابته کړه او د منډو جوړولو چانس يي ورنکړ.

د کویټ لوبډلې په ۴۹.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۰۴ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي د ۱۰۵ منډو هدف وټاکه.

د کویټ لوبډلې لپاره نعمان بودرو په ۸۲ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۲۴ او عبدالطفیل په ۵۰ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي ثابت شول.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ټولو توپ اچوونکو غوره او پیاوړې توپ اچوونه وکړه. دغې لوبې کې مسلم موسی درې، کریم جنت دوه او ضیاء الرحمن هم دوه ویکټې واخیستې. هیره دې نه وي چې ضیاء الرحمن خپل ۹ اورونو کې یوازې ۸ منډې ورکړې او په دې ډول په افغان لوبغاړو کې تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی شو.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې توپ وهوونکو هم غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د کویټ له خوا ټاکل شوی هدف يي د حضرت الله غوره توپ وهنې په مرسته یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په یوازې ۱۵.۴ اورونو کې پوره کړه.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره حضرت الله په ۳۷ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۷ منډې جوړې کړې. احسان الله دغې لوبې کې په ۲۶ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د کویټ لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې ارش برکت علي او مشتاق احمد یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x