ورزش

مالیزیا د سعودي عربستان لوبډلې ته په ۱۸۱ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۵مه ۱۳۹۴ل): د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو په لړ کې مالیزیا د سعودي عربستان په وړاندې لوبه وکړه. مالیزیا د سعودي عربستان لوبډلې ته په ۱۸۱ منډو ستره ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سعودي عربستان ۱۹ کلنو لوبډلې وګټله او د ډګر ساتنې غلطه پریکړه يي وکړه. د مالیزیا د ۱۹ کلنو لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۶ منډې جوړې کړې.

د مالیزیا لپاره ساتش په ۶۱ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډې جوړې کړې. نیک نظران په ۸۰ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۵۱ او ذولکفل په ۳۴ توپونو د یوې څلوریزې او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۸ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د سعودي عربستان لپاره عمر امتیاز او ارسلان دوه دوه ویکټې او فیصل خان یوه ویکټه واخیسته. د سعودي عربستان په توپ اچوونکو کې عمر امتیاز تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۳۵ منډې ورکړې.

سعودي عربستان په ځوابي توپ وهنې کې په ۳۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۰۵ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۸۱ منډو په ستر توپیر وبایلله.

د سعودي عربستان لوبډلې لپاره فیصل خان په ۲۴ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهوونکی ثابت شو.

د مالیزیا لوبډلې ټولو توپ اچوونکو غوره لوبه وکړه او د عربستان لوبډلې ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ. د مالیزیا لپاره ساتش پنځه، پواندیپ سینګ دوه او سید عزیز، پلانیاندي او رضالي یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx