د نیپال ۱۹ کلنو د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په ۱۴۹ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۵مه ۱۳۹۴ل): د اسیا د ۱۹ کلنو غوره لیګ سیالیو په لړ کې نیپال د متحده عربي اماراتو په وړاندې لوبه وکړه. دغې لوبې کې د نیپال د ۱۹ کلنو لوبډلې د متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلې ته په ۱۴۹ منډو ستره ماتې ورکړه.

د نیپال لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د نیپال لوبډلې په ۴۹.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۹ منډې جوړې کړې.

د نیپال لوبډلې لپاره رجال په ۸۴ توپونو کې د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړ شو.

د اماراتو لوبډلې لپاره ظفري ظفرالدین درې، احسن علي خان او عبدالله اصف دوه دوه او پونجا، کاوي او رابل یوه یوه ویکټه واخیسته. د اماراتو په توپ اچوونکو کې احسن علي خان تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۵ منډې ورکړې.

د اماراتو لوبډلې توپ وهوونکو تر ټولو خرابه لوبه وکړه. د اماراتو د لوبډلې شپږ لوبغاړي په صفر، درې لوبغاړي په یوازې یوه منډه او یو لوبغاړی يي په ۱۲ منډو وسوځید.

د امارتو لوبډلې لپاره پرېرا په ۳۸ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۲ منډو جوړولو سره تر ټولو غوره او زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړی ثابت شو.

د اماراتو لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې په ۲۰.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۵۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۴۹ منډو په ستر توپیر وبایلله.

د نیپال لوبډلې ټولو توپ اچوونکو حیرانوونکې توپ اچوونه وکړه. د نیپال لپاره کندېل څلور، دمالا درې او تمنګ دوه ویکټې واخیستې. کندېل خپل ۷ اورونو کې ۷، دمالا خپل ۷ اورونو کې ۱۲ او تمنګ خپل پنځه توپونو کې هیڅ کومه منډه ورنکړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د