ټولنیزه برخه

د دریمي نړۍ سياستوال او د ملانصر دین حکمت

لیکوال: قاري ښایسته خان

خدای بښلي ملا نصر الدین ته یو سړی ورغی ول ملاصاحب! زه، ښځه مي، مور او خواښې او شپږ ماشومان مي ټول یوه خونه کې اوسو! وضعه مو ډېره کړکېچنه ده کوم حل راوښیه! ملا صاحب ورته وویل: ولاړ شه یو خر واخله او په همدې خونه کې یې درسره اوسوه، دوه ورځي وروسته ماته حال راکړه، سړي همداسې وکړل دوه ورځي وروسته ملاصاحب ته راغی ول: کیسه بېخونده شوه، ملا صاحب ورته وویل: ولاړ شه یوه اوزه واخله هغه هم په دې خونه کې درسره ساته او دوه ورځي وروسته حال راکړه، دوه ورځي وروسته سړی ورته راغی ول ملاصاحب خبره بیخي خرابه شوه، ملا صاحب ورته وویل: یوه چرګه هم واخله او د خپلي خوني ښکلا او غوغا ته رونق ورکړه، دوه ورځي وروسته حال راکړه.

دوه ورځي وروسته سړی راغی ملاصاحب ته یې ویل: نږدې ده ځان وژنه وکړم خبره له حوصلې ووتله، ملاصاحب ورته وویل: د صبر خواړه خواږه وي صبر کوه، نن داسې وکړه ې چرګه خرڅه کړه او بیا حال راکړه، سړی ورته راغی ول ملاصاحب! رشد یو څه کم شو، ملا صاحب ورته وویل: نن له اوزې هم ځان خلاص کړه او بیا حال راکړه، بله ورځ چې سړی راغی خوشاله و، ملا صاحب ته یې وویل اوس وضعه مخ په رغیدا روانه ده، ملا صاحب ورته وویل: سبا خر هم ورک کړه، او بیا حال راسره شیر کړه، سړی چې راغی زیات خوشاله و، ول ملاصاحب الحمد لله خبره نورمال او وضعه برابره شوه. کور ودان.

له خپلو ولسونو سره د موجوده دریمي نړۍ د حکومتونو چلند کټمټ د ملا صاحب نصر دین دې کیسې ته ورته ده، دوی خلکو ته ستونزي حل کوي نه، بلکي ورته پړسوي یې، که څه هم د خدای بښلي ملاصاحب کیسه په خصوصي توګه په ترحم او شفقت ولاړه ده، ځکه د سړي له شکایته معلومیدله چې له خپلي مور او خواښې په تنګ دی، نو ملاصاحب مبارک داسې حل ورته تجويز کړ چې سړی یې د هغو دوو بیچاره ګانو په ساتلو راضي او خوشاله کړ، نو د ملاصاحب کیسه په خصوصي توګه ډېره حکیمانه او پر شفقت ولاړه ده، او د دریمې نړۍ بې رحمه واکمن د خپلو ولسونو په کړاو او زورولو کې ګټې لټوي، دوی ډېر ځله روغ حالات یو دم خراب کړي، فعالې او کارنده ادارې او مؤسسې په ټپه ودروي، د خلکو په شور او ستونزو یې د دوی څه، هغه عامه کارونه شخصي جیبونو ته سم کړي. او په دې توګه یې خلک له درنو ستونزو سره عادي ګرځولي دي او د خپل چور او چپاول بازار یې ګرم ساتلی ده.

خو د خلکو پوهه او شعور هم د تاسف وړ ده، په دې غلو سیاستوالو پسي د دوی لښکري رواني دي او دوی هر وخت زبېښي او استحماروي خو دوی ډېر کلونه له ځانه او چاپیریاله ناخبره د خپلو غلو او بې رحمه سیاستوالو په شعارونو او پوچو وعدو په لنډو لنډو مودو کې غولیږي او دروهل کیږي. دا حدیث مبارک چې مومن له یوې سوړي دوه ځله نه چيچل کیږي، په ختیځو او اسلامي هیوادونو کې د یوه متل په څېر مشهور او د هر چا غوږونو ته رسیدلی دی، خو بیا هم د دې سیمي ولسونه د خپلو غلو او داړه مارو سیاستوالو د فاجر او خاین سیاست له سوړو څو څو ځله چيچل کیږي. الی الله المشتکی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

قاری صاحب ، د حالاتو له مخی ښه او شکلی لیکنه یا ښکلی قیصه دی انتخاب کړی وه ، ډیره می خوښه شوه یو څه به زه هم ورسره زیات کړم د سیاست د ټکی په اړه

امین درمان

سلامونه قبول کړه
ددی پر ځای چی ملا نصر الدین ولیکی، مدیر نصرالدین به دلیکای او یا به دی ګل مرچان لیکی تا سو خو د ملا نوم ته سپکاوی کړی
ډیر زیات فهم کوی په دی اړه

حامد

دادملا نصرالدين دحكمت اوددريمي نري سياستوال مضمون عنوان يي جالب خو متن يي له محتوا دك نه دي لمري داجه د ملا نصرالدين تعروف شوي واي دوهم داجه دهغه حكيمانه كار له دي موضوع سره خاص ربط نلري زكه هغه نيك شهرت لري خوددريمي نري سياست وال…….والله اعلم

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x