افغانستان

فاریاب: امنیتي چارواکي وايي طالبانو ۲۵ اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۷مه ۱۳۹۴ل): تر هغه وروسته چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ ملېشو له فاریاب ولایته سرپل ته مخه کړه، طالبانو یو ځل بیا هغه سیمې چې د لاسه یې وتلې وې، ونیولې.

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په شیرین تګاب ولسوالۍ کې هغه ۲۵ اربکیان چې تېره ورځ يې په جګړه کې نیولي وو، وژلي دي، خو طالبانو لا تر دې دمه ددې خبر پخلی نه دی کړی.

طالبانو د وږي په پنځمه د شیرین تګاب ولسوالۍ د استانه بابا سیمه له هغو ملېشو چې د دوستم لخوا جوړې شوي، بېرته ونیوله.

دولتي سرچېنو تېره ورځ ویلي وو چې ۶۸ اربکیان په استانه بابا سیمه کې د طالبانو په یوې محاصره کې ګیر شول چې ځينې يې ووژل شول او ځينې نور یې ورک شول.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ دآمر سمونوال بریالي پرواني بشریار ویلي چې طالبانو د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ ۲۵ تنه اربکیان چې شیرین تګاب ته د دولتي ځواکونو د ملاتړ په موخه استانه بابا ته تللي وو، تر نیولو وروسته وژلي.

د خواجه سبزپوش امنیه قومندان محمداکبر بشاش ویلي چې وژل شوي اربکیان ټول د دغې ولسوالۍ د شیخي کلي اوسیدونکي وو او نن سهار یې په کلي کې اجتماعي جنازه وشوه.

د هغه په وینا کوم اربکیان چې پرون د استانې د سقوط پر مهال ورک شوي وو، ۲۶ یې کورونو ته ستانه شوي خو ۱۷ نور لا هم نادرکه دي.

تر دې وړاندې رسنیو د فاریاب د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله لیکلي وو چې د استانه بابا په برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او د قومندان په شمول شاوخوا ۶۰ نور اربکیان ورک دي.

طالبانو هم ددغو اربکیانو د برخلیک په اړه ناخبري ښودلې وه. دوی ویلي وو چې د استانه بابا په جګړه کې يې ۲۵ اربکیان وژلي چې جسدونه یې د جګړې په میدان کې پراته دي او د قومندان فیاض په شمول لسګونه نور اربکیان نامعلوم لوري ته تښتیدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد احمدی

سه چی کری هغه به ریبی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x