ورزش

د افغانستان غوره لیګ: د اباسین څپې او عقابان هندوکش تر منځ لوبه مساوي شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان د غوره لیګ دوهمه لوبه د اباسین څپې او عقابان هندوکش لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه د ۱-۱ ګولونو سره مساوي پای ته ورسیده.

د عقابان هندوکش لوبډله د افغانستان د غوره لیګ یو له پیاوړو لوبډلو څخه ګڼل کیږي او دغه لوبډله په دې فکر و چې په اسانۍ سره د اباسین څپې ته ماتې ورکولی شي خو د اباسین څپې د لوبډلې حیرانوونکې او پیاوړې لوبه د لوبې نندارچیان او د عقابان هندوکش لوبډله حیرانه کړه.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې لوبه د اباسین څپې لوبډلې په واک که وه او دغې لوبډلې د ګول وهلو ډیرې هڅې وکړې. د اباسین څپې د دفاع د کرښې لوبغاړی ایمل ګریوال پیاوړې لوبه وکړه او توپ ته يي خپل ګول ته د نژدې کیدو اجازه نه ورکوله.

د عقابان هندوکش لوبډلې هم ګرمه لوبه کوله او د سیالې لوبډلې په دروازې يي څو پیاوړې حملې وکړې تر څو خپل د پخوانی لوبډل مشر په لوبډله ګول ووهي خو د لوبې لومړۍ نیمايي د کوم ګول وهلو پرته پای ته ورسیده.

د عقابان هندوکش لوبډلې ګومان نه کاوه چې د اباسین څپې یوازې یو کال کې دومره پیاوړی شوی وي. عقابان هندوکش د لوبې په دوهمه نیمايي کې چټکه لوبه پیل کړه او د ګول وهلو نه ستړي کیدوونکي هڅې وکړې.

د لوبې په ۷۷مه دقیقه کې د اباسین د څپې لوبغاړی محمد نواز ځاځی د فرهاد انډړ په مرسته د اباسین څپې لپاره د ګول په وهلو بریالی شو چې له دغې ګول وروسته د اباسین څپې د لوبډلې په ځان باور نور هم زیات شو او خپل د لوبې بڼه يي بدله کړه او د سیالې لوبډلې په دروازه يي حملې پیل کړې.

خو د لوبې د پای په شیبو کې د عقابان هندوکش لوبغاړی مهدي بهزاد د ویس کامګار په مرسته د لوبې په ۹۲مه دقیقه کې د خپلې لوبډلې په ګټه د ګول په وهلو سره دغه لوبه مساوي کړه او په دې ډول دغه لوبه د ۱-۱ ګولونو سره مساوي پای ته ورسیده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x