نظــر

دقلم چیغې

historical-pan-in-hand-of-karzaiیادونه :
په ۱۳۹۱/۶/۶ هـ ش نیټه دکابل چارواکو دحامد کرزي په مشرۍ په ارګ کې مراسم رابللي وو ، ترڅو هغه تاریخي  قلم ملي موزیم  ته وسپاري چې ۹۳ کاله وړاندې ورباندې دافغانستان داستقلال سند امضاء شوی وو ، ماچې کله ددې مراسمو انځور په انټرنیټ کې ولید ، او په دې تاریخي قلم مې سترګې ولګیدې  ، چې حامد کرزي په ګوتو کې نیولی وو ، ناڅاپه راته غرېو ودرېد او ددې تاریخي قلم په استازیتوب مې لاندیني الفاظ  له زړه وڅڅیدل .

قاري حبیب

 

اې  !

تاسو له ما څه غواړئ . . . چې داسې مو په دې پردیو زرنقشه غلافونو کې نغښتی ، او ددې نفس تنګي صندوقچې قیدي کړی یم . . . تاسو نه یئ خبر چې زه دازادۍ قلم یم . . . ما پریږدئ چې ازاد واوسم . . .ما دبندي مارغه غوندې قفس یا صندوق ته مه غورځوئ ، او مه مې په هغو ودانیو کې کلابندوئ ، چې اغزنو سیمانو او ریګي جوالونو  محاصره کړي دي .

ماپریږدئ چې ددې وطن دهر ازاد بچي غوندې ازاد ژوند وکړم . . . ماپریږدئ چې ددې وطن ترشنه او له ستورو ډک اسمان لاندې دوطن د ازادو پرګنو په شان دازادۍ ساه وکاږم ، ځکه زه خو ازادۍ او خپلواکۍ ته منسوب قلم یم .

اې  !   دا زه مو چیرې راوړی یم  . . .آیا دا هغه ځای نه دی چې څه موده وړاندې  زما دګټلې ازادۍ په سر په کې معامله وشوه . . . دا خو هماغه ځای دی . . .  آخر ولې داسې کوئ . . . ما له دې بدمرغه صالون څخه وباسئ . . . دلته خو زما حیثیت لوټ شوی ، زما په آبرو باندې لوبې شوي دي . . . او ماته په سپکه  کتل شوي دي . . .  دخدای په خاطر ما له دې ، بدمرغه ماحول نه وباسئ . . .

اې  چپن پوشو او پتلون کړیو !

تاسو په څه اوتو بوتو  بوخت یاست ، تاسو یوه شیبه خپل ریاکارانه تشریفات پریږدئ . . . لږ زما چیغو ته غوږ شئ . . . زه دې ته اړتیا نلرم  چې تاسو دمطبوعاتي کامرو په مخکې زما اهمیت بیان کړی ، او زما تاریخي ارزښت  په ډاګه کړی . . . تاسو پرته له دې چې په خپل لمس سره ما وځوروئ ، ماته هیڅ ارزښت هم نه شئ راکولای . . .  زما ارزښت فطري او تاریخي  دی ، چې هرافغان یې پيژني ، لطفا ما تردې زیات مه ځوروئ .

اې بې ضمیرو !

ستاسو له ماسره څه مناسبت دی ، چې اوس راپورې تردې حده ځانونه سولوئ . . .ورشئ خپل هغه قلمونه  مو ټینګ وساتئ ، چې له  هر خوګ او خنځیر سره مو پرې د دایمي اډو او ملګرتیا سندونه امضاء کړل ، ورشئ خپل هغه قلمونه ونازوئ ، چې زما ګټلی او ویاړلی استقلال مو پرې ذبحه کړ ، آیا دا ډیره دشرم وړ نه ده ، چې په یوه جیب کې مو هغه بدنصیبه  قلمونه ټومبلي او په بل کې مو زه اچولی یم ، آخر ولې داسې کوئ . . . زه خود تقدیر په زولنو تړلی یم . . . زه خو الله تعالی یو بې حس او بې حرکته موجود  پیدا کړی یم . . . که چیرې زما په بدن کې دحرکت  توان وای . . . مابه هیڅکله ستاسو دا بي انصافي نه وه زغملې . . . بلکې دتیره غشي غوندې به ستاسو ترسینو وتلی وم . . . او دشهید استقلال انتقام  به مې درنه اخیستی وو.

 اې ناولیو !

تاسو ماته دلاس رالږولو حق نلرئ . . . ورشئ لومړی خپل اودسونه تازه کړئ . . . لومړی له خپلو اورمیږونو د غربي غلامۍ تور غړوندي وباسئ  . . . لومړی له خپلو  هغو بدنصیبه  قلمونو بښنه وغواړئ ، چې داستقلال دخرڅلاو بدمرغه سندونه مو پرې امضاء کړل . . . ترڅو چې تاسو داشرائط نه وي پرځای کړي . . .  تاسو هیڅکله  حلال کیدلای نه شئ . . . تاسو ناولي یاست . . . تاسو باید لومړی ځانونه  له لوړو شیانو  تخلیه کړئ  . . . له هغه وروسته  کولای شئ ، په ما باندې ځان تحلیه / سینګار کړئ . . . هلئ ورشئ. . . په ځای ددې چې له ماسره په ریاکارانه  تشریفاتو وخت ضایع کړئ ، ورشئ له هغو مظلومو او مجبورو قلمونو مو بښنه وغواړئ   . . . ترڅو مو سبا دتاریخي بردګۍ او استقلال پلورنې کارنامې افشاء نه کړي  .

اې  

تاسو خو له موږ سره سخته جفا کړې ده . . .  موږ (قلمونو)  ته خو الله تعالی ډیر لوی شرف رابښلی دی . . . الله تعالی په موږ باندې قسم یاد کړئ . . . او له الله تعالی له تاسو څخه زموږ پیدایښت هم مخکې کړی دی . . . موږ خو په خپل کردار سره تاسو ته تاریخ دربښلی دی . . . تاسو ته مو روغه او کږه لاره روښانه کړې . . . خو تاسو په پوره بي رحمۍ راولاړ شوئ . . . زموږ له بي حسۍ او منجمد فطرت نه په استفاده مو له  موږ سره هغه جفا وکړه  چې زموږ به کله هم درته هېره نه شي . . . ددې په ځای چې زما دزمانې دخلکو غوندې مو  موږ ( قلمونه ) داستقلال د ګټلو لپاره  کارولي وای . . . تاسو زموږ د ډلې په یوه بدنصیبه  قلم  هغه  تور تړون امضاء کړ  چې دتل لپاره دافغانانو غاړې ته دغلامۍ د غړوندي  دوراچولو جواز ورکوي .

اخر ولې مو داسې وکړل . . . آیا زموږ دانتقام له څپیړې نه ډاریږئ . . . آیا تاسو نه پوهیږئ . . . چې ستاسو په اړه  تاریخي او اخروي قضاوت زموږ په توسط لیکل کیږي . . . آیا تاسو داتمه لرئ چې له دومره سترې ناځوانۍ او جفا سره سره به هم تاسو داتلانو په نوم ولیکو . . . دا خیال پلو مو له یاده وباسئ . . . تاسو خپل کردار ترسره کړ . . . او اوس وار زموږ دی . . . چې دتاریخ دمحکمې په  فیصله کې مو په کوم کاڼي تلو  . . . په یاد ولرئ چې زموږ په قاموس کې رشوت ، واسطه  او تملق نه چلیږي ، موږ ( قلمونه )  به  ستاسو په اخروي او تاریخي عملنامه کې  یوازې هغه څه لیکو ، چې په خپله مو لیدلي دي .
دبل ځل لپاره درته وایم  . . . چې دقلم له ازاره وویریږئ . . . په بي حسه قلم رحم وکړئ . . . ترڅو په تاسو هغه قلم پنځوونکی ذات رحم وکړي  چې تاسو یې په وړاندې بې حسه یاست . . . قلم دخپلو مردارو مقاصد لپاره مه کاروئ . . . له قلم څخه دخپل لویدلي پرتاګه  دپرتوګاښ کولو کار مه اخلئ . . . بلکې قلم دهغه څه لپاره وکاروئ  دکوم مقصد لپاره چې پیدا شوئ . . . قلم ستاسو دریاکارانه تشریفاتو او سیاسي کمپاین لپاره نه ده هست شوی . . . او نه ددې لپاره پیدا شوئ . . . چې له طاغوت سره دې پرې دمواخات  تړون امضاء شي . . . قلم ددې لپاره نه دی پیدا چې دکفر په خدمت کې دتبلیغاتي وسلې کار ترې واخیستل شي . . . او یایې په وسیله  مرداره روزي وموندل شي . . . قلم دتورې هم سنګ دی . . . او باید چې دتورې غوندې یوازې  دمقدسو دیني او جهادي  مقاصدو لپاره وکارول شي .

که تاسو  دقلم  خدای ورکړی حرمت ونه ساتئ . . . نو پوه شئ چې دالله تعالی دا مهتم بالشان مخلوق به ستاسو په وړاندې بې تفاوته پاته نه شي .

په پای کې یوځل بیا غوښتنه کوم . . . چې اې دارګ خلکو!  ما وپیژنئ . . . زه هغه قلم یم چې زما په توسط دافغان مجاهد اولس د اتیا کلنو قربانیو ثمره ( دافغانستان داستقلال سند ) امضاء شوی دی . . . دامهمه نه ده چې دا امضاء چا کړې  . . . مهمه داده چې زه ددې مجاهد اولس د یوه مقدس ارمان لپاره کاریدلی یم . . . هیله کوم  . . . زارۍ کوم . . . او چیغې درته وهم . . . چې نور له ماڅخه خپل تړلي او ناولي لاسونه لرې کړئ . . . دخدای په خاطر ما ازاد پریږدئ  . . . ځکه زه دازادۍ قلم یم . . .

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x