fbpx

غزني: شلګر کې د قوماندان په ګډون نهه اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولايت شلګر ولسوالۍ کې د اربکيانو وتلی قوماندان او د امريکايي ځانګړو ځواکونو مشر قوماندان عبدالله له خپلو نهو ملګرو سره يو ځای وژل شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې د پېښې مسؤوليت منلی او زياتوي، چې ملګرو يې د شلګر ولسوالۍ منار سيمه کې د اربکيانو پر پوسته بريد وکړ، چې له امله يې پوسته په بشپړه توګه ويجاړه او څلور اربکيان په کې ووژل شول.

راپور زياتوي، چې د دغو اربکيانو د مرستې لپاره د سيمې وتلی اربکی قوماندان عبدالله له خپلو ملګرو سره راورسيد، چې موټر يې د ماين ښکار شو او عبدالله له خپلو څلورو ساتونکو سره يو ځای ووژل شو.

د شلګر اوسېدونکي وايي، چې وژل شوی قوماندان عبدالله په سيمه کې په سخت ظلم او خلکو سره په وحشي چلند مشهور و او د سيمې ګڼو کورنيو د ده د ناوړه چلند له وېرې له سيمې کډې کړي دي.

د غزني ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې غزني، لوګر، ننګرهار، کندز،، ميدان وردګ، فارياب او ګڼو نورو ولايتونو کې حکومت ځايي اربکيان خپلسري پرېښي او هېڅوک يې د مخنيوي نه شته.

د دغو ولايتونو خلکو څو څو وار رسنيو ته ويلي، چې اربکيان يې د سر او مال دښمنان دي او حکومت په اربکيانو کې هغه خلک نيولي، چې د سيمې تر ټولو بد اخلاقه او بد نامه خلک وي او د هېچا پر مال او سر سرپه نه کوي.

د ميدان وردګ، غزني، کندز او نورو ولايتونو مخورو سپينږيرو څو څو ځل حکومت ته ګواښ کړی، که د اربکيانو مخه ونه نيول شي، نو خلک به اړ شي، چې د خپل ځان او ناموس ساتني په موخه له طالبانو سره ودريږي او د اربکيانو د ظلمونو مخنيوی وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د