ټولنیزه برخه

د خوښۍ راز

ژباړه: احمدزی

کيسه کا، چې يو کلي کې يو زوړ سړی اوسېده او ټول عمر به يې تندی تروش نيولی و، هېچا سره يې په سړيتوب خبره نه کوله په هره خبره به يې جګړه او غوسه کوله او تر خپله يې وسه له خلکو سره له راشه درشه ځان ژغوره.
ټوکل کلي کې دا مشهوره وه، چې دا سړی په ټول عمر کې هم چا په ورين تندي او خندا نه دی ليدلی او د کلي ټول خلک د ده له بد اخلاقۍ او تريخ مزاجه ګيله من وو.

يوه ورځ ګوري، چې دغه بوډا بابا د اتيا کالو په عمر خوله له خندا پرانيستې او په کړس کړس خاندي.
د کلي خلکو ګومان وکړ، چې سړي لکه چي د خوښۍ کوم لامل موندلی، چې دومره خوښ دی او داسې په کړس کړس خاندي.

خلکو ترې پوښتنه وکړه، چې دا اتيا کالو کې دې نه خندل او اوس داسې خاندې او سم خوشاله ښکارې، لامل يې څه دی؟

بابا ورته وويل، چې ما د خپل عمر اتيا کاله د خوښۍ په لټون کې تېر کړل او هېڅ په لاس رانغلل، بس بيا مې پرېکړه وکړه، چې دا لازمه نه ده، چې سړی دې خامخا ژوند کې خوښي تر لاسه کړي، بس مهمه دا ده، چې سړی په هر حال کې وي، بايد خپل ځان په خپله خوښ وساتي او دا کار دومره ګران هم نه دی.

بس ما پرېکړه کړې، چې زه بايد خپل ځان په خپله خوښ وساتم او زه اوس د نړۍ په خوشالو کسانو کې يم او د نړۍ هېڅ غم زما د خوښۍ مخه نه شي نيولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x