ادبي لیکني

ادبي ليكونه: زما سپوږمۍ! – قتيل خوږياڼى

قتيل خوږياڼى  ادبي ليكونه :  زما سپوږمۍ !اى زما ښکلې سپوږ مۍ !

د شاعر د زړه دنيا او د شعر و شا عرۍ رنگين جها ن په تا ودان دى. د مينو زړونو د راز و نياز ملجا(مننځى- قتيل زوى) ته يې، مين تاته گوري او د خپلې محبوبا تصويرد تخيل په لايتناهي دنيا کې انځوروي. دهرشاعر او هرمين په خو له کې ته يې.

ته! د شاعرد بېوسه نړۍ لويه پا نگه او ښکلې ډيوه يې، شاعر به دويدې صحرا او لويې دښتې په لمنه کې د خپل ناکراره زړه د تسل لپاره له تا سره په خبرو اخته وي او د مين زړه حالونه به يې تا ته ويل. د درديدلي زړه پيغام به يې ستا په ذريعه خپلي شهۍ ته استاوه.

خو د دنيا وگړي…هو ! هغه وگړي، چې په دنيا کې يې د خداى(ج) پرځمکه داسې څه پرې نه ښو دل، چې په خپله قبضه کې يې نه وي رواستي. دوى اوس ځمکه پرې ښوده او پاملرنه يې ستا خواته ده؛ غواړي، چې له شاعره دې واخلي او په خپله قبضه کې دې راولي .

خو زه په دې خوښ يم… داسې خوښ، چې له خوښۍ په خپلو جامو کې نه ځا ييږم. زما خوشحالي دوه علته لري: يو دا، که بشرپه دې بريالى شي، چې تا ته دروخيژي؛ نو د شاعر زړه ارمان به مې پوره شي او له نژدې څخه به دې وگوري او په ديدن به دې د پېړيو پېړيو تنده ماته کړي.

د خوښۍ بل علت مې د ادى، چې پخوا به خلکو شاعرانو ته ليونيا ن ويل او د ليونتو ب علت يوازې همدا و، چې له تا سره غږيږي او د خيال په دنيا کې ستا خپل ناکرار زړگى په تا کراروي.

اوس، چې د دنيا ډېرلوى لوى پوهان تا غواړي او خپل ټول قدرت او طا قت په دې کې لگوي، چې ځان در ورسوي؛ نو دا پته راته و لگيده، چې زه ليوانى نه وم او له هوښيارانو ډېر پخوا هوښيار وم، چې د نړۍ له ټولو هوښيارانو څخه ترمخه زما هرڅه ته وې او خپل ناکرار زړه مې په تا کرارا وه او که دوى ته چا د ليونتوب گوته و نيوله بيا  به زما گيله هم نه وي.

په درنښت

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x